ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کجکي بند ته د برېښنا درېيم توربين لګول کېږي

د کجکي بند ته د برېښنا درېيم توربين لګول کېږي

author avatar
15 Apr 2014 - 13:40
د کجکي بند ته د برېښنا درېيم توربين لګول کېږي
author avatar
15 Apr 2014 - 13:40

لښکرګاه (پژواک ۲۶ ورى ۹۳): د هلمند والي وايي چې د کجکي د برېښنا پر بند به د يوه کال په موده کې درېيم توربين  هم ولګول شي.

تورن جنرال محمدنعيم  دغه څرګندونې پرون په شوراب سيمه کې په همدې موخه  په جوړه شوې غونډه کې وکړې، او ويې ويل چې که  څه هم تر دې وړاندې د درېيم توربين د جوړېدو ژمنې شوې  خو د امنيت له پلوه  به  له ستونزو سره مخ شول او کار  به پاتې شو.

نوموړي زياته کړه چې د امريکا متحدو ايالتونو ورته ويلي چې د دې پروژې لپاره پيسې لري، خو لويه ستونزه يې امنيت دى.

د والي په وينا، په نږدې وختونو کې به د درېيم توربين د نصبولو چارې هم پيل کړي او په همدې وخت کې به له کجکې څخه تر لښکرګاه پورې پايې او د مزو غځول هم  په کې شامل وي.

جنرال نعيم وويل، امنيتي ځواکونه چمتو دي، چې د وسايلو په لېږد کې مرسته وکړي او ياده پروژه  بريالۍ کړي.

د هغه په وينا، د دې پروژې په بشپړولوسره  به له يوې خوا ګڼ شمېر خلکو ته د کار زمينه برابره شي او له بلې خوا د کندهار او هلمند ولايتونو د برېښنا ټولې شته ستونزې به هوارې شي.

د هلمند والي دغه راز وايي چې د همدې پروژې په ښه توګه د ترسره کولو په موخه  به د دغه ولايت په شمالي ولسواليو کې يو لړ عمليات هم ترسره شي.

جنرال نعيم وويل چې په همدې موخه يې د شوراب په پوځي اډه کې له بهرنيو ځواکونو سره په ګډه يو پلان هم جوړ کړى دى.

د هلمند امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالقيوم  باقي زوی پژواک ته وويل، پوليس چمتو دي چې له يادې پروژې ساتنه وکړي او د وسايلو د لېږدو په عملياتو کې ونډه واخلي.

نوموړي زياته کړه چې د تېر په څېر اوس د لښکرګاه او کجکي ولسواليو تر منځ  امنيتي وضعه ښه شوې، کولی شي په لږ وخت  او لږو امکاناتو ياد وسايل  کجکي ته ورسوي.

بلخوا د دغه ولايت د برېښنا رييس انجنير فيض الله  داوري وايي چې د دې پروژې لپاره ځانګړې شوې بوديجه مصرف شوې، کېداى شي ورته نوې بوديجه منظوره شي.

د لښکرګاه اوسېدونکي وايي چې دوى له څو کلونو راهيسې د درېيم دوربين د لګولو خبرې اوري، خو تر اوسه هېڅ عملي اقدام نه دى شوى.

د سيف الدين په نوم د لښکرګاه  ښار يو تن اوسېدونکي پژواک ته وويل چې نور له دې ډول بې ځايه ژمنو پوزې ته راغلي دي.

د هغه په وينا، اوس مهال په لښکرګاه کې شته  برېښنا هم په عادلانه ډول نه وېشل کېږي.

د يادولو ده، د همدې پروژې لپاره د تېرو اوو کلونو په اوږدو کې دوه  ځلې څلور سوه ميليونه ډالره ځانګړي شول خو چارې يې همداسې پاتې دي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.