ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په جدي ډول د شکايتونو د څېړنې غوښتنه وشوه

په جدي ډول د شکايتونو د څېړنې غوښتنه وشوه

author avatar
15 Apr 2014 - 18:07
په جدي ډول د شکايتونو د څېړنې غوښتنه وشوه
author avatar
15 Apr 2014 - 18:07

   کابل (پژواک، ٢٦ ورى ٩٣): “پيوستون د بدلون لپاره” شبکه د تقلب پلان شوې پېښې، په تقلب کې د ټاکنيز  کمېسيون د ځينو کارکوونکو ښکېلتيا، د راى پاڼو کمښت، په ځينو محلونو کې څارونکو ته د ورتګ اجازه نه ورکول او نور د ټاکنو د ورځې له جدي شکايتونو څخه وبلل.

دا ټولنيزه شبکه، چې په ١٣٨٩ لمريز کال په کابل کې جوړه شوې، له اړوندو مراجعو يې غوښتنه وکړه، چې ثبت شوي شکايتونه وڅېړي.

همدارنګه ياده شبکه،چې د چارواکو پر وينا يې له  ټاکنو څخه د څارنې په برخه کې   کار کړى، د ټاکنو په برخه کې د امنيتي ځواکونو  او رسنيو کړنې ستايي او په دې برخه کې امنيتي ارګانونو او ر سنيو ته ستاينليکونه هم ورکړل.

ددې شبکې وياند محمد ياسين صميم ددې پروسې په بريا کې د ملي او نړيوالو څارونکو رول وستايه او زياته يې کړه:(( که څه هم وسله والو اورپکو او د هغوى فکري او سياسي ملاتړو هڅه کوله، چې د ټاکنو پر وړاندې د وېرې په خورولو سره دغه پروسه ګډه وډه کړي، خو شوم پلانونه يې له ماتې سره مخامخ شول.))

خو هغه وويل، چې له دې ټولو خوشبنيو سره د  وري مياشتې د ١٦مې نېټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې له نيمګړتياوو هم خالي نه وې.

 نوموړي وويل، چې په ١٣ ولايتونو کې د رايې ورکولو په ١٨٤ مرکزونو کې د راى پاڼو کمښت،  پلان شوي سرغړنې او تقلب ، د ټاکنو خپلواک کمېسيون د کارکوونکو د لاسوهنې او تقلب په اړه د پراخه شکايتونو ثبت، د زرو کارونه او د رايې ورکولو او محلونو په ځينو برخو کې څارونکو ته اجازه نه ورکول ، له عمده ستونزو څخه وو. هغه په دې اړه وويل:(( دې شکايتونو د هېوادوالو په عامه افکارو کې اندېښنې خپرې کړې دي.))

 د ټاکنوخپلواک کمېسيون د معلوماتو له مخې، اوه نيم ميليونه کسانو په ټاکنو کې ګډون کړى و، خو دې کمېسيون له ١٣ ميليونه زياتې راى پاڼې چاپ کړې دي.

 د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون رييس عبدالستار سعادت څه موده وړاندې ويلي وو، چې د ټاکنو په ورځ ځينو څارونکو  څرګنده کړې وه، چې د رايې ورکولو په ځينو محلونو کې راى پاڼې د ٩ او ١١ بجو تر منځ خلاصې شوې وې.

خو نوموړي دا چاره ناممکنه وبلله، ځکه چې په وينا يې هر مرکز ته ٦٠٠ راى پاڼې استول شوي او که چېرته د هرې پاڼې ډکول او رايې ورکول يوه دقيقه وخت ونيسي، نو لږ تر لږه لسو ساعتونو ته اړتيا ده.

نوموړي وړاندې وويل:(( يا خو په دې محلونو کې وړاندې له وړاندې پاڼې په صندوقونو کې اچول شوي  او يا هم دمنحرفولو او نورو درج شوو ستونزو په سبب، چې وخت ته اړتيا لري، خو موږ ژمن يو چې ټول به وڅېړو.))

 د ټاکنيزو  شکايتونو کمېسيون تېره ورځ اعلان وکړ، چې د ټاکنيز تقلب څخه له ٣٠٠٠ زرو زيات شکايتونه ثبت شوي او وبه څېړل شي.

   د وري مياشتې د ١٦ مې نېټې د ولسمشريزو ټاکنو د ٢٦ ولايتونو قسمي پايلې دوه ورځې وړاندې د ټاکنو خپلواک کمېسيون له خوا اعلان شوې. بدخشان، بغلان، غور، ميدان وردک، غزنى، نورستان، دايکنډي او پکتيکا په دغو ٢٦ ولايتونو کې شامل نه دي.

د ټولو ١٠ سلنه رايو له ډلې، ډاکټر عبدالله عبدالله د ٢١٢٣١٢ رايو يا د ټولو رايو د ٤١،٩ سلنې په لرلو، د کانديدانو په سر کې دى.

ورپسې ډاکټر اشرف غني احمدزى دى، چې د ١٩٠٥٦١ رايو يا د ټولو رايو ٣٧،٦ سلنه رايې اخيستې دي.

همدا ډول ډاکټر زلمى رسول د ٤٩٨٢١ رايو (٩،٨ سلنه) په لرلو سره درېيم او استاد عبدرب الرسول سياف څلورم کانديد دى چې د ٢٥٦٧٩ رايو يا (٥،١ سلنه) په لرلو سره له پاتې څلورو کانديدانو مخکې دى.

د کمېسيون  د معلوماتو له مخې، قطب الدين هلال ١٣٥٣٦ يا (٢،٧سلنه) رايې اخيستې دي. محمد شفيق ګل اغا شېرزي ١١١٣٢ يا (٢،٢سلنه) رايې اخيستې دي.

همداراز داود سلطان زوى د ٢٤٤٢ رايو په لرلو سره ، چې د ټولو رايو ٠،٥ سلنه کېږي، په اووم نمبر کې دى او وروستى کانديد هدايت امين ارسلا دى ، چې ١٣٦٠ رايې يا (٠،٣سلنه) رايې يې اخيستې دي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.