ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کونړ او کاپيسا کې پر ١١٦٠ کورنيو مرستې ووېشل شوې

کونړ او کاپيسا کې پر ١١٦٠ کورنيو مرستې ووېشل شوې

author avatar
15 Apr 2014 - 16:49
کونړ او کاپيسا کې پر ١١٦٠ کورنيو مرستې ووېشل شوې
author avatar
15 Apr 2014 - 16:49

اسعد اباد ( پژواک، ٢٦ ورى ٩٣ ) : د سعودي عربستان د يوې مرستندويه ټولنې له خوا د کونړ ولايت له زرو  او د دوو نورو موسسو له خوا د کاپيسا له ١٦٠ بېوزلو کورنيو سره مرستې وشوې.

دغه مرستې د وري په ٢٦مه، د ياد ولايت د مرکز اسعداباد ښار ، شيګل، نرنګ، وټپه او سرکاڼو ولسواليو کې وېشل شوې دي.

د کونړ د سرې مياشتې رييس محمد نادر جبارخېل پژواک خبري اژانس ته وويل، چې له دې مرستو څخه هرې کورنۍ ته کمپل،لــس کيلوګرامه وريجې لس کيلوګـرامه لوبـيا، درې کيلوګرامه غوړي، يوکيلو شين چای او پنځه کيلوګرامه بوره پکې شامــله دي .

هغه زياته کړه، چې دوى يادې کورنۍ له يوې سروې وروسته په ګوته کړې دي.

د مرستو د وېش پرمهال د کونړ والي شجاع المک جلاله د سعودي د مرستنــدويه ادارې څخه مننه وکړه ، چې د کونړ د بــېوزله کورنيــو سره يې دا مرستې وکړې.

د مجاهد الله په نامه يوه تن چې يادې مرستې يې ترلاسه کړې وې، پژواک ته وويل ، چې که څه هم دا مرستې بسنه نه کوي، خو مننه يې وکړه، چې ددوى د څو ورځو ستونزې به ورسره هوارې شي.

دغه راز نن د کاپيسا ولايت د نجراب ولسوالۍ په مرکز کې هم له  ١٦٠ بېځايه شويو کورنيو  سره مرسته وشوه.

د کاپيسا د کډوالو چارو رييس محمدقسيم ملک زاده پژواک ته وويل،چې له هرې يوې يادې کورنۍ سره ٢٠٠ کيلو ګرامه غنم، ١٦ کيلوګرامه دالنخود، ١٠ کيلو ګرامه غوړي ، يوه کيلو مالګه ، درې کمپلې ، دوه ترپالونه يو سيټ د پخلنځي وسايل او يو سولر ( د برېښنا د توليد لمريزه دستګاه) مرسته وشوه.

دى وايي، چې د مرستې دغه توکي د خوړو د نړيوال سازمان او د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له خوا برابر شوي وو.

له يادو بېځايه شويو کډوالو څخه حاجي غلام سخي وويل، چې يادې کورنۍ تېر کال  د دې ولسوالۍ له پچه غان درې څخه د ناامنيو له امله کډه شوي او د ولسوالۍ مرکز ته راغلي دي.

ده له يادو مرستو مننه وکړه او ويې ويل، چې دې ته ورته مرستې يو ځل مخکې هم ورسره شوې دي.

Visits: 8

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.