جلال اباد (پژواک ٢٧ ورى ٩٣): د ننګرهار ولايت امنيتي چارواکي وايي چې په حصارک ولسوالۍ کې د نښتې پر مهال څلور پاڅونوال او يو شمېر وسله وال طالبان وژل شوي دي.
د ننګرهار امنيه قوماندان مل پاسوال فضل احمد شېرزاد د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په يادې ولسوالۍ کې پرون ټوله ورځ د پاڅونوالو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته روانه وه.
هغه زياته کړه، د دې نښتې په ترڅ کې څلور پاڅون کوونکي وژل شوي او يو تن تپي شوى دى.
د نوموړي په وينا، په دې نښته کې تر لسو ډېر وسله وال چې هم وژل شوي او ګڼ نور ژوبل دي، چې قوماندانان يې هم په کې شامل دي.
د يو بل خبر له مخې، په ننګرهار کې يو شمېر امنيتي چارواکي له دې امله په ستاينليکونو ووياړل شول، چې د ټاکنو په ورځ يې د خلکو لپاره ښه امنيت برابر کړى و.
په دغو مراسمو کې د ملي اردو، ملي پوليسو، سرحدي پوليسو، ملي امنيت مسوولينو، والي مولوي عطاءالله لودين او يو شمېر نورو چارواکو برخه اخيستې وه.
امنيتي مسوولينو په دې ناسته کې له خلکو سره د امنيت په ټينګولو کې ژمنې هم وکړې.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن