ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د سمنګان د ډبرو سکرو نږدې پنځوس تونلونه بند شول

د سمنګان د ډبرو سکرو نږدې پنځوس تونلونه بند شول

author avatar
16 Apr 2014 - 19:05
د سمنګان د ډبرو سکرو نږدې پنځوس تونلونه بند شول
author avatar
16 Apr 2014 - 19:05

 ايبک(پژواک، ٢٧ ورى ٩٣): د سمنګان ولايت د “دره صوف بالا” ولسوالۍ د ډبرو سکرو کان نږدې پنځوس تونلونه د ځاني احتمالي خطرونو څخه د مخنيوي په موخه وتړل شول.

 ددې ولسوالۍ چارواکي وايي، چې دا تونلونه تېر کال په غيرمسلکي ډول کيندل شوي او د احتمالي خطرونو د رامنځته کېدو له امله تړل شوي دي.

 د دره صوف بالا ولسوال احمدعلي حسني د چهار شنبې په ورځ پژواک اژانس ته وويل، چې دغه پنځوس تونلونه د فني انجنيرانو تر څېړنو وروسته تړل شوي دي.

 هغه وويل، فني انجنيرانو نظر ورکړى، چې هره شېبه د تونلونو د لوېدو خطر شته او د کارګرانو ژوند په خطر کې دى.

هغه زياته کړه:(( ٣٥ تونلونه ددې ولسوالۍ په شباشک او ١٥ په دهانه تور کې د پوليسو پر همکارۍ او مشوره او ځينې د کان کيندونکو د مشرانو او انجنيرانو له سلا مشورې وروسته وتړل شول.))

   په ورته وخت کې د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رييس انجنيرعبدالرحمن افغان وايي:((د پلان له مخې مو يو شمېر استخراجي بنسټيز تونلونه، چې ځاني خطرونه نه لري، د ډبرو سکرو د استخراج لپاره چمتو کړي او ټول تونلونه، چې د خلکو له خوا په غير فني ډول کيندل شوي او سکاره ترې استخراجوي، بندوو.))

  د شمال د ډبرو سکرو د تصدۍ رييس پر وينا،ددې پلان پرعملي کېدو سره د ياد کان کارکوونکي له خطره خوندي او د سکرو د ضايعاتو مخه نيول کېږي.

 هغه وويل، په پام کې ده، چې د ډبرو سکرو ټول استخراجي تونلونه وڅېړي.

 د دره صوف بالا ولسوال  وويل، چې ددې ولسوالۍ د دهانه تور او شباشک د ډبرو سکرو  سترو کانونو  پراخه سيمې پوښلې او د ډبرو سکاره يې د غوره حرارتي کيفيت درلودونکي دي او يو کيلو ګرام يې کولى شي، چې تر ٨٥٠٠ کالوري پورې تودوخه توليد کړي.

 حسني همدارنګه يادونه وکړه، چې په دې دوو کانونو کې له ٢٠٠ زيات استخراجي تونلونه فعال و،چې ډېرى يې شخصي وو او په کې له ٢٠٠٠ زياتو کارګر د ډبرو سکرو د استخراج دفني انجنيرانو تر نظر لاندې کار کوي.

 ددې سرچينې د معلوماتو له مخې، د تصدۍ چارواکو له خوا د شخصي تونلونو څخه پر استخراج شوو ډبرو سکرو د ټن په سر ١٥٠٠ افغانۍ محصول راځي او پيسې يې د دولت بانکي حساب ته تحويلېږي.

 د شمال زون د ډبرو سکرو تصدۍ د چارواکو پر وينا، په تېر کال کې ددې کان څخه له يو ميليارد او شپږ سوه او پنځلس ميليونو افغانيو څخه زيات عايد تر لاسه شوى دى.

د يادونې  ده، چې د دره صوف د ډبرو سکرو کان په ١٣٤٥ لمريز کال کې د ځايي ادارې له خوا کشف شوى او په ١٣٤٦ لمريز کال کې  د پخواني شوروي اتحاد او الماني متخصصينو د سروې له مخې، په دې کان کې تر ١٥٠ ميليونو ټنو زيات سکاره اټکل شوي، خو د کان مسوولين يې تر دې هم زيات بولي.

 په دې ولايت کې د کانونو د استخراج ځينې تونلونه داسې مهال بندېږي، چې د تېر کال د تلې مياشتې په ٢٣ مه  په يوه پېښه کې ددې ولايت د روى دواب ولسوالۍ د ابخورک کلي په کان کې د کان د غورځېدو له امله ٢٣ کان کيندونکو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

 

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.