کابل(پژواک٢٧ورى٩٢): د ولسي جرګې يو شمېر غړي وايي ، د جرګې هغه غړي بايد “عزل” شي ، چې په تېرو درېيو مياشتو کې د جرګې غونډو ته يو ځل هم نه دي حاضر شوي .
دا په داسې حال کې ده ، چې د ولسي جرګې د داخلي دندو د اصولو په ٧٣ ماده کې راغلي : ” د جرګې د غړي غړيتوب په هغه حالت کې د غړو د يو ثلث په وړانديز او د ټولو غړيو د اکثريت په تصويب سره د احوالو مطابق د يوه کال لپاره ځنډيلى شي .
له موجه عذر پرته له درېيو مياشتو زياته پرله پسي ناسوبتيا،د جرګې تالار ته د هر ډول وسلې راوړل،د غونډو پرمهال پر رييس او يا د اداري پلاوي پرغړو فزيکي بريد، د دندې د ځنډيدو په حالت کې د هغه معاش او نور امتيازونه نه ورکول کيږي.”
ولسي جرګه ټول ٢٤٩ غړي لري ، خو هره ورځ د ولسي جرګې يو شمېر غړي ناسوب وي او کله کله د جرګې پرېکړې هم د نصاب د نا بشپړتيا له امله ځنډول کېږي.
په دې جرګه کې د کابل استازي رمضان بشردوست نن د دې جرګې په عمومي غونډه کې همدغه موضوع ياده کړه او ويې ويل ، چې د جرګې ډير ناسوب غړي تنخواې اخلي، خو پر خپلو شخصي دندو بوخت دي .
ده په دې اړه د چا نوم ياد نه کړ او زياته يې کړه : ((غونډو ته بايد راشي او ځان نور ونه غولوو ځکه خلک نور نه غوليږي .))
د بشردوست په وينا، د جرګې هغه غړي ، چې له ملت سره جفا کوي او غونډو ته نه حاضريږي بايد له اساسي قانون سره سم د جرګې له غړيتوب څخه عزل شي .
دى وايي : ((که زه رئيس جمهور شوم په خداى دا ټول اعداموم .))
په ولسي جرګه کې د کندوز استازى عبدالودود پيمان هم وايي د جرګې هغه غړي ، چې په تېرو درېيو مياشتو کې يو ځل هم د کمېسيونونو او غونډو تالار ته نه دي راغلي بايد د جرګې غړيتوب له لاسه ورکړي .
هغه زياته کړه : ((د ناسوبو وکيلانو پروړاندې بايد موږ انقلابي پرېکړه وکړو.))
په ياده جرګه کې د کابل استازي عبدالحفيظ منصور وويل د هغو وکيلانو د عزل په اړه بايد جرګه پرېکړه وکړي ،چې په تېرو درېيو مياشتو کې يو ځل هم غونډو ته نه دي راغلي .
دى وايي که ناسوب وکيلان سياسي او امنيتي ستونزي لري او غونډو ته نه راځي ، نو دا ځاى د نورو کسانو ته پرېږدي، ترڅو په پرله پسې توګه غونډو ته راشي .
هغه زياته کړه : (( دا ځينې وکيلان ، چې نه راځي نو دا ځاى دې موږ غوندې غريبو کسانو ته پرىږدي، ترڅو هره ورځ راشي.))
په ولسي جرګه کې د ميدان وردګو استازي سيدحسين ناصري وايي،چې ولسي جرګې ته د دې جرګې د غړو نه راتګ له قانون څخه سرغړونه او له ملت سره خيانت دى .
دى وايي د جرګې د هغو غړيو لپاره شرم دى، چې خپلې دندې ته نه حاضريږي ،ځکه چې د جرګې غړي قانون جوړونکي دي او تر نورو ډېر بايد قانون مراعات کړي.
ناصري د جرګې له اداري پلاوي غوښتنه وکړه ،چې له راتلونکې اونۍ څخه د جرګې د ناسوبو غړو د عزلولو پروسه پيل کړي.
د ولسي جرګې رييس عبدالرووف ابراهيمي وويل ،چې د راتلونکې اونۍ له پيل څخه به د جرګې پر غړيو د داخلي دندو اصول پلي کړي .
خو په نننۍ غونډه کې هېچا هم د ناسوبو غړو نومونه ياد نه کړل او د هغوى شمېر يې په ګوته نه کړ.
د ولسي جرګې د کورنيو دندو د اصولو په ١٢٥مې ماده کې راغلي، چې که د جرګې کوم غړى له عذر پرته په يوه مياشت کې له پنځو ورځو ډېره غير حاضري وکړي، د ناسوبتيا د ورځو معاش يې وضع کېږي او نوم يې د رسنيو له لارې اعلانېږي.
دغه راز په دې ماده کې راغلي، د جرګې هغه غړى چې له عذر پرته يې ناسوبتيا په يوه مياشت کې له پنځو ورځو ډېره شي، د جرګې د غونډو په څلورنيم مياشتنۍ دوره کې به له بهرنيو سفرونو محروميږي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن