جلال اباد (پژواک ٢٧ ورى ٩٣): امنيتي ځواکونو د ننګرهار ولايت لپاره د وسله والو طالبانو د والي د نيولو خبر ورکړى دى.
د ملي دفاع وزارت له خوا د وري په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې د طالبانو والي پرون د عملياتو پر مهال نيول شوى دى.
سرچينې زياته کړه، چې دغه والي د پکتيا ولايت په زرمت ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال نيول شوى او درې ملګري يې وژل شوي دي.
خو وسلوالو طالبانو د حکومت دغه ادعا رد کړې ده.
بلخوا د ننګرهار ولايت مقام د مطبوعاتي دفتر له خوا پژواک اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې تېره شپه په مومند درې ولسوالۍ کې څلور پوليس او ٦ وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
سرچينې زياته کړې ، چې وسله والو د يادې ولسوالۍ په هزار ناوه سيمه کې د تورخم-جلال اباد د لويې لارې پر پوستې بريد کړى و، چې په ځوابي بريد کې د وسله والو شپږ تنه ټپيان شول.
سرچينې زياته کړه، چې د جګړې پر مهال د پوليسو د وسلو په يوه کانټينر خونه د مرمۍ لګېدو له امله چاودنه رامنځته شوې او څلور پوليس يې ټپيان کړي دي.
بلخوا د لغمان ولايت چارواکي وايي، چې د يو لړ عملياتو په ترڅ کې لسو وسله والو مخالفينو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لغمان د والي وياند سرحدي ځواک پژواک اژانس ته وويل چې پرون د ولسي پاڅون کوونکو او د افغان امنيتي ځواکونو په ګډو عملياتو کې د وسله والو د مشهور قوماندان عمري په ګډون ۱۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
هغه زياته کړه، چې دغه عمليات د الينګار ولسوالۍ په نورلام صېب دره کې ترسره شوي چې په ترڅ کې يې ٦ وسله وال وژل شوي او څلور ټپيان دي.
ځواک وايي چې په دغو عملياتو کې د ملي اردو دوه سرتېري هم وژل شوي او يو تن ټپي دى.
وسله والو طالبانو د ننګرهار په مومند درې ولسوالۍ کې د پوليسو پر پوستې د بريد مسووليت پر غاړه اخيستى دى.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن