ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ميدانښار کې د نشه يي توکو پلور ډېر شوى

ميدانښار کې د نشه يي توکو پلور ډېر شوى

author avatar
16 Apr 2014 - 13:37
ميدانښار کې د نشه يي توکو پلور ډېر شوى
author avatar
16 Apr 2014 - 13:37

ميدان ښار (پژواک ۲٧ ورى ۹۳): د ميدان وردګو ولايت په مرکز ميدان ښار کې د نشه يي توکو پلور ډېر شوى دى.

د دغه ولايت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رييس انجنير ذبيح الله فضلي د وري په ٢٧ پژواک خبري اژانس ته وويل ، چې دغه ستونزه يې له امنيتي ارګانونو سره په غونډو کې هم ياده کړې ده.

خو هغه زياته کړه، چې د دوى له شکايتونو سره سره تر اوسه په ښار کې د نشه يي توکو په پلورلو کې هېڅ ډول کموالى نه دى راغلى.

نوموړی وايي، چې د ميدان ښار په ځينو هټيو کې پوډر، چرس او ترياک په عادي ډول پلورل کېږي او هر څوک کولى شي په ازاده توګه يې ترلاسه کړي.

د ميدان ښار يوه اوسېدونکي سيد اميرجان پژواک اژانس ته وويل، چې د ښار په ځينو هټيو کې چرس او نور نشه يي توکي په عادي ډول پېدا کېږي، خو پوډر بيا د هټيو پر ځای د ځانګړو کسانو له لوري پلورل کېږي.

د هغه په وينا، که څوک د دغو توکو د مخنيوي لپاره کار کوي، حاضر دی چې د چرسو او پوډرو د خرڅلاو ځايونه ورته په ګوته کړي.

د ميدان وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼى ياده ستونزه مني، خو وايي، کله چې دوی پر يادې موضوع خبر شول، نو د امنيتي ارګانونو په جوړه شوې غونډه کې د امنيه قوماندانۍ په مشرۍ يو کمېسيون جوړ شو، څو د يادو توکو د پلور مخه ونيسي او پلورونکي د قانون منګولو ته وسپاري.

هغه پژواک اژانس ته وويل، چې په دغه کمېسيون کې د امنيه قومانداني، ملي امنيت، عامه روغتيا، چاپېريال ساتنې، له نشه يي توکو سره د مبارزې او ښاروالۍ ادارې ګډون لري.

د خوږياڼي په وينا، تر اوسه امنيتي ارګانونو او ياد کمېسيون د خپلو اقداماتو په اړه دوى ته هېڅ ډول معلومات نه دي ورکړي.

د ميدان وردګو د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالولي نورزي پژواک اژانس ته وويل، چې پوليسو تر اوسه د نشه يي توکو لس پلورونکي نيولي دي.

هغه زياته کړه، له کومې ورځې چې دوی ته دنده سپارل شوې، په دې اړه يې خپل اجراات پيل کړي دي.

د نورزي په وينا، يادو کسانو د خوراکي توکو په نوم کوچنۍ هټۍ درلودې، چې موخه يې د نشه يي توکو پلورل و، خو دوی په دې بريالي شول، چې دغه کسان د نشه يي توکو د خرڅلاو پر مهال لاس په لاس ونيسي.

په همدې حال کې د دغه ولايت د عامې روغتيا رييس ډاکټر غلام فاروق مخلص بيا ورځ تر بلې پر نشه يې توکو د روږدو کسانو له ډېرېدو اندېښنه څرګنده کړه.

هغه پژواک ته وويل، چې اوس مهال په دغه ولايت کې د روږدو کسانو د درملنې يو روغتون او پر يو مهال د شلو ناروغانو د درملنې وړتيا لري.

نوموړی که څه هم په دغه روغتون کې د يادو ناروغانو لپاره د ټولو اسانتياوو د شتون خبره کوي، خو زياتوي چې د نږدې زرو تنو په شاوخوا کې نورو روږدو د درملنې لپاره ورسره ځانونه ثبت کړي دي.

د دغه ولايت يوه اوسېدونکى او د چارو کارپوه ګل رحمن وايي، چې په ولايت کې يې د ځوانان په نشه يي توکو د روږدې کېدو لامل بې کاري، ناامني او غريبي ده.

د هغه په وينا، زيات شمېر ځوانان د بې کارۍ له امله ايران ته د کار کولو په موخه ځي، چې له هغه هېواده له راستنېدو وروسته پر بېلابېلو نشو روږدي شوي وي.

د ځايي چارواکو په وينا، اوسمهال په دغه ولايت کې لس زره کسان پر نشه روږدي دي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.