کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩٣): ولسمشر حامد کرزي هيله ښودلې، چې د ټاکنو وروستۍ پايلې په ټاکل شوي وخت خلکو ته اعلان شي.
نوموړي دغه څرګندونې په خپلې ١٥ ورځنۍ راډيويي وينا کې کړې دي.
ده ويلې، چې د وري د ۱۶مې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو بريالۍ ټاکنې، زموږ په هېواد کې د ثبات او امنيت د لاپياوړتيا په لاره کې يو بل پياوړی ګام او پر ولسواکۍ زموږ د خلکو د باور ښکاره ثبوت و.
هغه زياته کړې، په ټاکنو کې د هېوادوالو پراخ ګډون وښودله، چې د افغانستان په خلکو کې پر خپل ځان د اعتماد روحيه خورا پياوړې ده او زموږ خلک بشپړه وړتيا لري، چې خپل ځان، خپل کور او خپل هېواد د نن ورځې له غوښتنو سره برابر جوړ او بسيا کړي.
ولسمشر وايي: “اوس چې زموږ په هېواد کې د څښتن تعالی په استعانت او زموږ د خلکو په هر اړخيزه همکارۍ د جمهوري رياست او ولايتي شوراوو د انتخاباتو لومړۍ او اساسي مرحله په موفقيت سرته ورسېدله، زموږ ټولو دا هڅه ده، چې د دې انتخاباتو نور مراحل هم په بري سرته ورسېږي.”
د نوموړي په وينا، زموږ د ټاکنو بل پړاو د رايو شمېرل، د شکاياتو ثبتول او څېړل دي. د ټاکنو خپلواک کميسيون او د ټاکنيزو شکاياتو کميسيون د دې مرحلې چارې هم پيل کړي او په بيړه روانې دي.
خو ده ويلي، هيله ده چې د ټاکنو وروستۍ پايلې خلکو ته په ټاکل شوي وخت اعلان شي او نوی ولسمشر له نوي حکومت سره د هېواد د ترقۍ، آرامۍ، سولې او سوکالۍ لپاره لا زيات بريالي ګامونه پرمخ واخلي.
ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ د ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي په څلورمه او وروستۍ پايلې د همدې مياشتې په ٢٤مه اعلان شي.
ولسمشر وايي، د انتخاباتو مستقل کميسيون او د انتخاباتي شکاياتو له کميسيون څخه زموږ هېوادوال دا هيله لري، چې د انتخاباتي پروسې پاتې مراحل هم له قانون سره سم، مستقل او شفاف وي، څو د خلکو اراده تمثيل شي.
هغه زياتوي: “موږ ټول باور لرو، چې زموږ محترم کانديدان به هم د ولس رايو ته په احترام د انتخاباتو مشروع نتايج ومني، څو هېواد د ثبات، اعتماد او ولسواکۍ يو بل روښانه پړاو ته داخل شي.”
د ده په خبره، نوى غوره شوی ولسمشر به د افغانستان د ټولو خلکو جمهور رييس وي او ګران افغانستان به د ملي وفاق تر سيوري لاندې لا اباد او بسيا شي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن