ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د سولې عالي شورا د معتصم اغاجان پر نظربندۍ اندېښمنه ده”

“د سولې عالي شورا د معتصم اغاجان پر نظربندۍ اندېښمنه ده”

author avatar
17 Apr 2014 - 18:50
“د سولې عالي شورا د معتصم اغاجان پر نظربندۍ اندېښمنه ده”
author avatar
17 Apr 2014 - 18:50

کابل(پژواک، ٢٨ ورى ٩٣): د سولې عالي شورا د متعصم اغاجان تر څارنې لاندې نيولو په اړه  اندېښنه څرګندوي او وايي، هر وخت چې بين الافغاني تفاهم او خبرو ته زمينه برابره شي، نو په سيمه کې پټ او ښکاره لاسونه د سولې پروسې د ګډوډولو او مخنيوي لامل ګرځي.

د طالبانو يو مهم مشر معتصم اغاجان، چې په افغانستان کې يې د سولې له هڅو ملاتړ کاوه، نږدې دوې اونۍ وړاندې د اماراتو د پوليسو له خوا تر څارنې لاندې نيول شوى دى.

د پنجشنبې په ورځ (د وري ٢٨مه) د دغې شورا له خوا پژواک خبري اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې افغان دولت او د سولې عالي شورا په دې برخه کې له خبرېدو سره سم د عربي متحده اماراتو له چارواکو سره په اړيکه کې، له هغوى نه غوښتنه کړې، چې د محدوديت په لرې کولو او د ستونزې په حل کې اقدام وکړي.

خبرپاڼه زياتوي، د افغانستان دولت او خلکو د سولې عالي شورا له لارې په تېرو دوو کلونو کې زياتې هڅې وکړې، چې د ښکېلو خواوو ترمنځ يوه تفاهم ته ورسېږي او د مخامخ خبرو لارې په هېواد کې د جګړې او وينې تويېدنې د پاى ته رسولو لپاره کار وکړي.

د سولې عالي شورا چارواکو په دې خبرپاڼه کې ويلي، د تېرو څو کلونو تجربو څرګنده کړې، چې هر وخت چې د سولې پروسه کې کوم رښتينى پرمختګ شوى او په دې برخه کې بين الافغاني تفاهم ته زمينه برابره شوې، نو په سيمه کې پټ او ښکاره لاسونه د دې لامل شوي، چې دا بهير ګډوډ کړي او مخه يې ونيسي؛ د دې ترڅنګ هغه چا چې په دې برخه کې رښتينى ګام اخيستى، قرباني شوي دي.

د سولې عالي شورا د غړو په باور، د دا ډول پېښو رامنځته کېدل، څرګندوي چې افغانان يواځې په خپل هېواد کې په بشپړ عزت او خونديتوب سره ژوند کولى شي او په هېڅ کوم بهرني هېواد کې د دوى د عمل ازادۍ، ځان او مال خونديتوب نه شي تضمينېدلى.

په خبرپاڼه کې همدارنګه هيله څرګنده شوې، چې د سولې عالي شورا له نظره، رښتينې ازادي او ملي حاکميت يواځې د افغانانو ترمنځ د مخامخ تفاهم له لارې امکان لري او بايد هر ډول مذاکرات د هېواد په دننه کې وشي، څو د ورته پېښو د تکرار مخنيوى شوى وي.

د سولې عالي شورا ويلي، چې عربي متحده امارات دې د خپلو ژمنو له مخې په دې برخه کې د هر اړخيزې همکارۍ عاجل اقدام وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې د سولې عالي شورا د روان کال د وري مياشتې په ٢٢مې اعلان کړى و، چې د سولې د بهير په اړه د دې شورا د طالبانو له ځينو پخوانيو غړو سره به عربي متحده امالاتو کې دوام لري او ډېر ژر به د خبرو اترو دويم دور پيل شي.

د تېر کال د سلواغې مياشتې په وروستيو کې په دوبۍ کې د افغانستان د سولې عالي شورا له غړو سره، د طالبانو د سياسي کمېټې د پخواني مشر معتصم اغاجان په مشرۍ د ځينو طالب چارواکو ناسته تر سره شوه.

په دې ناسته کې ويل شوي و، څرنګه چې پاکستاني طالبان په خپل هېواد کې له دولت سره خبرې کوي، همداسې بايد افغان طالبان هم د افغانستان له دولت سره خبرې ته  کښېني.

خو له دې ناستې وروسته، د طالبانو د مرکزي شورا وياند د يوې اعلاميې په خپرولو سره وويل، چې د دې ناستې ګډونوال د دې ډلې غړي نه دي او د دوى تصميم هم نه مني.

ورپسې افغان حکومت د سولې د خبرو لپاره د طالبانو د ځينو مشرانو ميلان ته هرکلى وويل او له هغو هڅو يې ملاتړ وکړ، چې په هېواد کې د سولې راتلو لامل شي.

په ورته وخت کې د افغانستان د سولې عالي شورا هيله څرګنده کړه، چې په عربي اماراتو کې  له افغان دولتي سره د طالبانو د سولې د خبرو دويم پړاو کې له طالبانو سره د خبرو کړۍ پراخه شوې او يو شمېر لوړ پوړي طالب چارواکي به هم په دې خبرو کې ونډه واخلي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.