ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د ولسمشرۍ ټاکنو د يوې بلې برخې قسمي پايلې راتلونکې اونۍ اعلانېږي

author avatar
17 Apr 2014 - 19:47
author avatar
17 Apr 2014 - 19:47

کابل (پژواک ٢٨ ورى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کميسيون چارواکي وايي، په پام کې لري چې د ولسمشرۍ ټاکنو د يوې بلې برخې قسمي پايلې هم راتلونکې اونۍ اعلان کړي.

د ياد کميسيون وياند نورمحمد نور، کابل کې نن د خبري ناستې په ترڅ کې وويل، چې دا ځل به د ولسمشرۍ د ټاکنو لوړه سلنه قسمي پايله اعلان کړي.

هغه د قسمي رايو د پايلو ځانګړې ورځ او د رايو د سلنې په اړه معلومات ورنه کړل، خو زياته يې کړه: “موږ په نننۍ ناسته کې پرېکړه وکړه، چې راتلونکې اونۍ به د رسنيو له لارې په لوړه اندازه قسمي رايې اعلان کړو.”

د  ده د معلوماتو له مخې، د ټولو ولايتونو د رايو د پايلو پاڼې په کابل کې د ټاکنو مرکزي دفتر ته راوړل شوې دي.

نوموړي څرګنده کړه، چې د ټاکنو کميسيون د پايلو د راټولونې په ملي مرکز کې ټول کارونه، د پلان له مخې پر مخ وړل کېږي او د دغه کميسيون کارکوونکي ډېره هڅه کوي، چې نورې قسمي پايلې هم ژر تر ژره اعلان کړي.

د ټاکنو خپلواک کميسيون تېره يکشنبه، د ولسمشرۍ ټاکنو ١٠ سلنه قسمي رايې اعلان کړې، چې له مخې يې ډاکټر عبدالله عبدالله د ٤١،٩ سلنې رايې په درلودو او ډاکټر اشرف غني احمدزي د ٣٧،٦ سلنې په لرلو سره د نورو کانديدانو پر وړاندې لومړى او دوهم مقام ترلاسه کړى و.

د تېرې اونۍ په لس سلنه قسمي رايو کې، د هېواد د ٢٦ ولايتونو پورې اړونده له ٥٠٦زرو څخه د ډېرو کسانو رايې، د ياد کميسيون له لوري شمېرل شوې وې.

د ټاکنو کميسيون د چارواکو د معلوماتو له مخې، په دا ځل قسمي رايو کې به د هېواد د ټولو ولايتونو رايې شاملې وي.

د ټاکنو کميسيون وياند همدارنګه څرګنده کړه، چې دوى د ٥٠٠ مرکزونو له ډلې، چې د درغلۍ ګومان پرې کېده، د ٢١٧ مرکزونو رايه يو ځل بيا شمېرلې او دغه مرکزونه د هېواد په ٢٤ ولايتونو پورې اړوند دي.

نور زياته کړه، چې د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون د غوښتنې پر بنسټ يې نن د رايې ورکونې د ٥٠٠ نورو مرکزونو رايه شمېرنه همه پيل کړې ده.

د ټاکنيزو شکايتونو کميسيون تېره ورځ د دغو مرکزونو د رايو د قرنطين غوښتنه کړې وه، خو د ياد کميسيون منشي او وياند بيا وويل، له هغه وروسته دوى د ټاکنو خپلواک کميسيون له چارواکو سره په ګډه پرېکړه وکړه، چې د ځينو مرکزونو رايه دې له سره وشمېري.

نور هم د رايې ورکونې د صندوقونو د قرنطين په اړه وويل، له قرنطين څخه موخه دا ده چې د پاکو رايو صندوقونه د درغلۍ له صندوقونو جلا شي.

هغه زيات کړه، چې د ټاکنو کميسيون اوسمهال د قرنطين شويو صندوقونو په اړه څېړنه کوي او همدارنګه د شکمنو رايو د بيا شمېرلو لړۍ مخ ته وړي، چې د رسنيو، څارونکو او د ټاکنيزو شکايتونو د کمېشنرانو پر وړاندې به تر سره شي.

د ټاکنو کميسيون د مهال وېش له مخې، ټاکل شوې چې د ولسمشرۍ ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي په ٤مه او وروستۍ پايلې د همدې مياشتې په ٢٤ مه اعلان شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.