ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ٨ ملکي وګړي وژل شوي

غزني کې ٨ ملکي وګړي وژل شوي

author avatar
17 Apr 2014 - 10:57
غزني کې ٨ ملکي وګړي وژل شوي
author avatar
17 Apr 2014 - 10:57

غزني ښار (پژواک ٢٨ ورى ٩٣): په غزني ولايت کې نن سهار په ترافيکي پېښه او چاودنه کې ٨ ملکي وګړي وژل شوي دي.

د  غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لس بجې د غزني ښار اړوند د اسفندې په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه کرولا موټر چاودنه وشوه.

هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى

تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

د يو بل خبر له مخې، نن سهار په قره باغ ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي دي.

د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې دا پېښه  د قره باغ ولسوالۍ د لېونۍ بازار په سيمه کې رامنځته شوې ده.

د نوموړي په وينا، دا پېښه د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، دوه تنه په کې مړه او يو ټپي شوى دى.

د قره باغ ولسوال فضل الرحمن پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ٦ تنه مړه او ٢ ټپيان شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.