غزني ښار (پژواک ٢٨ ورى ٩٣): په غزني ولايت کې نن سهار په ترافيکي پېښه او چاودنه کې ٨ ملکي وګړي وژل شوي دي.
د غزني مرستيال والي محمدعلي احمدي د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار لس بجې د غزني ښار اړوند د اسفندې په سيمه کې د ملکي وګړو پر يوه کرولا موټر چاودنه وشوه.
هغه زياته کړه، چې په دې چاودنه کې دوه ملکي وګړي وژل شوي او موټر يې هم ويجاړ شوى دى
تر اوسه د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
د يو بل خبر له مخې، نن سهار په قره باغ ولسوالۍ کې د يوې ترافيکي پېښې له امله دوه تنه مړه شوي دي.
د غزني د ولايتي روغتون مشر ډاکټر بازمحمد همت پژواک ته وويل، چې دا پېښه د قره باغ ولسوالۍ د لېونۍ بازار په سيمه کې رامنځته شوې ده.
د نوموړي په وينا، دا پېښه د دوو کرولا موټرو د ټکر له امله رامنځته شوې، دوه تنه په کې مړه او يو ټپي شوى دى.
د قره باغ ولسوال فضل الرحمن پژواک اژانس ته وويل چې په دې پېښه کې ٦ تنه مړه او ٢ ټپيان شوي دي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن