ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په وردګو کې څلور پوليس وژل شوي

په وردګو کې څلور پوليس وژل شوي

author avatar
17 Apr 2014 - 10:27
په وردګو کې څلور پوليس وژل شوي
author avatar
17 Apr 2014 - 10:27

ميدانښار (پژواک ۲۸ ورى ۹۳): په ميدان وردګو ولايت کې د عامه نظم څلور پوليس وژل شوي دي.

د وردګو د والي وياند عطاالله خوږياڼي د وري په ۲۸مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې  ياد سرتېرو د کندهار د عامه نظم د څلورمې لوا په  څلورم کنډک کې دنده ترسره کوله.

هغه زياته کړه، چې د دغه کنډک پنځه سرتېري د رخصتۍ په موخه د وري په ۲۶مه ماښام مهال په کرولا موټر کې کابل ته روان  شوي وو، چې  د ميدان وردګو د سيداباد ولسوالۍ د اونخي په سيمه کې د وسله والو طالبانو له لوري ونيول شول، خو تېره شپه يې څلور تنه وژلي او يو بل ترې په تېښته بريالی شوی دی.

د والي د وياند په وينا، داسې معلومات لري، چې د عامه نظم په يادو سرتېرو کې يوه يې له وسله والو سره له وړاندې اړيکه درلوده، خو کره معلومات به په دې اړه وروسته معلوم شي.

خوږياڼي دغه راز وويل چې د يادو سرتېرو د خلاصون په موخه امنيتي ځواکونو د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې هوايي او زميني عمليات ترسره کړل، چې په ترڅ کې دوولس تنه شکمن له شپږو موټرسايکلونو او يوه اندازه مهماتو او وسلو سره يو ځای نيولي دي.

د ميدان وردګو ولايت د سرې مياشتې ادارې يوه کارکوونکي، چې د نوم له اخيستو يې ډډه کوله پژواک ته وويل، چې د څلورو کسانو جسدونه يې د سيداباد ولسوالۍ په اونخي سيمه کې پيدا کړي دي.

ده زياته کړه، دوی هڅه کوي، چې ياد جسدونه د ميدان ښار مرکزي روغتون ته انتقال کړي، څو يې د هغوى کورنيو ته وسپاري.

وسله والو طالبانو د دې پېښې مسووليت پر غاړه اخيستى دى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې په سيداباد کې يې اوه پوليس وژلي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.