ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کندهار کې د کوکنار اړولو کمپاين پيل شو

author avatar
17 Apr 2014 - 16:13
author avatar
17 Apr 2014 - 16:13

کندهار (پژواکو ٢٨ ورى ٩٣): په کندهار ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شوى او تر دې مهاله ١٢٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه شوې ده.

د کندهار د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې رياست چارواکي وايي، چې د کوکنارو اړولو کمپاين يې له ميوند ولسوالۍ څخه تېره ورځ پيل کړى، چې وروسته به ژېړۍ، پنجوايي او شاوليکوټ ولسواليو ته هم وغځول شي.

د دې ادارې رييس ګل محمد شکران د وري په ٢٨مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د کوکنار اړولو په کمپاين کې ملي پوليس، د ملي اردو ځانګړي ځواکونه او د ملي امنيت منسوبين برخه لري.

هغه زياته کړه، د کوکنارو اړولو کمپاين چې تېره ورځ د ميوند ولسوالۍ په کوکې او شېرعلي کارېز سيمو کې پيل شوى، تر دې مهاله يې ١٢٠ جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

نوموړي دا هم وويل، چې تېره ورځ د يادې ولسوالۍ په شېرعلي کارېز سيمه کې د کمپاين پر مهال پر امنيتي ځواکونو وسله وال بريد وشو، خو کومه مرګ ژوبله يې نه ده اړولې.

د نوموړي په وينا، نن دغه کمپاين د يادې ولسوالۍ بند تيمور او نهر سراج سيمو ته غځېدلى او امنيتي ځواکونه تر دې مهاله له کومې ستونزې سره نه دي مخ شوي او کمپاين په ښه توګه پر مخ ځي.

د ده په خبره، د کوکنار اړولو کمپاين يې ځکه لومړى په ميوند ولسوالۍ کې پيل کړ، چې دغلته د نورو ولسواليو په پرتله ډېر کوکنار کرل شوي او په دې ورځو کې حاصل ورکولو ته نژدې شوي وو.

دى وايي، ډېر کوکنار پر هغو دولتي ځمکو کرل شوي، چې د زورواکو له خوا غصب شوي دي.

هغه خبر ورکړ، چې د کوکنارو اړولو د کمپاين پر مهال به نه يوازې کرل شوي کوکنار له منځه وړي، بلکې امنيتي ځواکونه به غصب شوې ځمکې هم له غصبه خلاصوي.

نوموړي ژيړۍ، پنجوايي، ميوند او شاوليکوټ هغه ولسوالۍ يادې کړې چې تر ټولو زيات کوکنار پکې کرل شوي دي.

د ميوند ولسوالۍ د شېرعلي کارېز سيمې يوه کروندګر محمد خان پژواک اژانس ته وويل، له مجبوريته يې کوکنار کرلي وو، خو امنيتي ځواکونو يې د کال خواري عبث کړه او ټول کوکنار يې له منځه يووړل.

دى وايي، که پر خپلو ځمکو نور کښت وکړي، نو نه هومره ګټه لري او نه هم مارکېټ لري چې ژر وپلورل شي، نو ځکه خلک مجبور دي چې کوکنار وکري.

هغه له دولت څخه وغوښتل چې د کوکنارو د اړولو په بدل کې ورسره مرسته وکړي.

د يو شمې ولسواليو مسوولين وايي، چې د کوکنارو تر کرلو مخکې يې د قومي مشرانو او ملا امامانو په وسيله خلکو ته د کوکنارو د نه کرلو خبردارى ورکړى و، خو بيا هم خلکو دغه بوټي کرلي دي.

په کندهار ولايت کې د کوکنارو د مخنيوي په موخه د فوډ زون په نوم يو پروګرام هم پيل شوى، چې د چارواکيو په وينا اوسمهال په لومړيو پړاوونو کې دى.

فوډ زون پروګرام په کندهار ولايت کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه پلان شوى، چې دوه کاله په بر کې نيسي او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې USAID له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مباررې رييس وايي، چې تر اوسه د فوډ زون پروګرام په لومړيو پړاوونو کې دى، که د دغه پروګرام له لارې د خلکو له غوښتنې او اړتيا سره سم پروژې طرحه او عملي شي نو امکان شته چې د کوکنارو د کرکيلې کچه ورسره راټيټه شي.ترياک

د يوه بل خبر له مخې په اروزګان ولايت کې پوليسو لسګونه کيلو ګرامه نشه يي توکي نيولي دي.

د دغه ولايت د خاص اروزګان ولسوالۍ امنيه قوماندانۍ مرستيال زين الله پژواک اژانس ته وويل چې پوليسو له يوه مزدا موټر څخه دتالاشۍ پر مهال ١٥٠ کيلو ګرامه تارياک نيولي چې په ماهرانه توګه په موټر کې ځاى پر ځاى شوي وو.

د نوموړي په وينا، قاچاق وړونکو دغه توکي له غزني څخه راوړي وو او غوښتل يې چې بهر هېواد ته يې ولېږدوي. .

سرچينه زياته کړې چې دې توکو سره يې دوه کسان هم نيولي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.