ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کلفګان ولسوال او اته کار کوونکي يې مسموم شول

author avatar
18 Apr 2014 - 12:03
author avatar
18 Apr 2014 - 12:03

 تالقان (پژواک ۲۹ ورى ۹۳): د تخار د کلفګان ولسوالۍ ٩ کارکوونکي د يوه ليک د پاکټ تر خلاصولو وروسته مسموم او روغتون ته لېږدول شوي دي.

کلفګان کې ځايي چارواکي وايي، دغه کارکوونکي چې غوښتل يې د يوه ناپېژانده کس له خوا د يوه راوړل شوي هغه ليک پاکټ، چې پرې د افريقا، افغانستان، کابل، تخار او کلفګان ولسوالۍ نومونه کښل شوي وو، خلاص کړي، مسوم شول.

د کلفګان ولسوال نوراحمد وايي، پرون پنجشنبې، کله چې د ولسوالۍ اداري کارکوونکي دغه ليک لولي، له هغه درى ساعته وروسته مسموم شوي دي.

ولسوال پژواک خبري اژانس ته وويل: ((هغه پاکټ چې په کې خط اچول شوى و او انګليسي کلمات هم پرې ليکل شوي وو، ترلاسه کړ، چې له لوستلو وروسته زما په ګډون اتنه تنه نور مسموم شول.))

نوموړى، اجرايي مدير، اداري مدير، د مخابرې مدير، د قريه جاتو مدير، د زراعت مدير او يو ډاکټر چې د درملنې لپاره له روغتون نه راغلى و، د مسموم شوي کسانو له ډلې وښودل او ويې ويل، چې د تالقانو په ولايتي روغتون کې له څو ساعتونو بستر وروسته يې اوس حالت ښه دى.

د کلفګان ولسوالۍ يوه بل کارمند وويل: ((موږ ټول مامورين بهر په څوکيو ناست وو، کله چې ساتونکي دا خط راوړ، موږ دا پاکټ خلاص کړ، چې ناګهانه يو تريخ بوى مو تر پزې شو.))

هغه زياته کړه، چې وروسته ناستو ټولو ته  سر دردي، زړه بدوالى، کمزوري او سرګرځېدنه پيدا شوه او روغتون ته ولېږدول شول.

د تخار د مرکز د تالقانو ولايتي روغتون ډاکترانو د کلفګان د ولسوال او د دې ولسوالۍ د کارکوونکو مسمومېدل منلي، خو لامل يې څرګند نه کړ.

د دغه روغتون د بېړنۍ څانګې يو ډاکتر، چې د نوم له ښودو يې ډډه کوله وويل، د دغو کسانو د وينې نمونه د درملنې لپاره کابل ته هم استول شوې ده.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.