ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سرچينه: ملامعتصم اغاجان خوشى شو

سرچينه: ملامعتصم اغاجان خوشى شو

author avatar
18 Apr 2014 - 06:08
سرچينه: ملامعتصم اغاجان خوشى شو
author avatar
18 Apr 2014 - 06:08

کابل (پژواک ٢٩ ورى ٩٣): ويل کېږي چې د طالبانو د واکمنۍ مهال د ماليې وزير ملامعتصم اغاجان د متحده عربي اماراتو د پوليسو له خوا خوشى شوى دى.

معتصم اغاجان د طالبانو يو له مهمو چارواکو دى، چې په افغانستان کې يې د سولې له پروسې ملاتړ کاوه، دوه اونۍ مخکې د متحده عربي اماراتو د پوليسو له خوا نظربند شوى و.

يوې حکومتي سرچينې چې د نوم له اخيستو يې ډډه وکړه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ملا معتصم د اماراتو د پوليسو له خوا خوشى شوى دى.

سرچينې په دې اړه چې ولې د طالبانو پخوانى دغه چارواکى نيول شوى و او اوس وروسته له ازادېدو چېرې تللى، معلومات ورنه کړل.

د يادونې ده، چې د معتصم اغاجان تر نيونې وروسته د بهرنيو چارو وزارت او د سولې عالي شورا غبرګون وښود او له متحده عربي اماراتو يې د هغه د خوشې کېدو غوښتنه وکړه.

دا په داسې حال کې ده، چې سولې عالي شورا د روان کال د وري په ٢٢مه اعلان وکړ، چې د دې شورا له خوا د سولې د خبرو پروسه د طالبانو له ځينو پخوانيو چارواکو سره په متحده عربي اماراتو کې روانه ده او ډېر ژر به د دې پروسې دويم پړاو هم پيل شي.

د تېر کال د سلواغې په وروستيو کې د ملامعتصم په مشرۍ د سولې د عالي شورا د ځينو استازو او د ځينو طالب چارواکو ترمنځ په دوبۍ کې غونډه وشوه.

په دې ناسته کې ويل شوي وو، لکه څنګه چې پاکستاني طالبان له خپل حکومت سره خبرو ته چمتو شوي، افغاني طالبان هم بايد له خپل حکومت سره خبرو ته کېني.

خو وروسته له دې ناستې د طالبانو د مرکزي شورا وياند، چې مرکز يې په کوېټه کې دى، د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، چې د يادې غونډې ګډون کوونکي د دوى په ډلې پورې اړه نه لري او د هغوى پرېکړه هم نه مني.

له دې سره هم مهاله د افغانستان حکومت خبرو ته د طالبانو د يادې ډلې د راتلو هرکلى ووايه او اعلان يې وکړ، له هغو هڅو کې په هېواد کې د سولې د راتلو لامل کېږي، ملاتړ کوي.

په عين حال کې د سولې عالي شورا هيله څرګنده کړې وه، چې په دوبۍ کې له طالبانو سره د دويم پړاو خبرو په پيلېدو به له طالبانو سره د خبرو کړۍ پراخه شوه او د طالبانو نور چارواکي به هم په دې خبرو کې ګډون وکړي.

Views: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.