لښکرګاه (پژواک ۲۹ وری ۹۳): د هلمند والي وايي، چې د ولسمشر د ځانګړي فرمان او د وزيرانو شورا د پرېكړې له مخې دغه ولايت له دويمي لومړۍ درجې ته ارتقا وکړه.
په همدې موخه تېره ورځ د هلمند په مرکز لښکرګاه کې د ډېرو خلکو په ګډون مراسم نيول شوي وو او د ټنګ ټکور پروګرم يې هم درلود.
د هلمند والي تورن جنرال محمدنعيم وايي، دا چې هلمند په وروستيو كلونو كې په هره برخه كې د پام وړ پرمختګونه كړي او له بلې خوا د دغو خلكو يوازېنۍ غوښتنه همدا وه، چې دغه ولايت د لومړۍ درجې ولايتونو په كتار كې حساب شي.
د والي په وينا، چې له دې وروسته به هلمند هم لکه نور لومړي درجه ولايتونه امتيازات اخلي او ستونزې به تر ډېره ورسره هوارې شي.
ده وويل، د ولسمشر دغه فرمان د وزيرانو شورا له خوا هم منل شوی او يوازې د ولسي جرګې تاييد ته پاتې دى.
د نوموړي په وينا، له دې سره سم د نادعلي او ناوې ولسواليو د لومړۍ درجې، د ګرمسېر او ګرشک ولسواليو د دويمې درجې کېدو او د ناوه مېش او مارجي ولسواليو د رسمي کېدو په تمه دي.
د هلمند د ولايتي شورا مرستيال او د سولې د ولايتي کمېټې مشر فضل الباري فياض وويل، هلمند د کرنې او ځمکنيو زېرمو په لرلو سره يو غني ولايت دى او د هېواد لسمه برخه جوړوي.
هغه وويل، د هلمند اوسېدونکي به په عمل کې دغه ولايت له نورو سره سيال کړي، خو دولت دې ورته نظامي، روغتيايي، د پوهنې او بيارغوني په برخو کې پوره پاملرنه وکړي.
د هلمند يوه قومي مشر حاجي نادر خان وويل، دوی له ولسمشره مننه کوي، چې دغه ولايت ته يې ځانګړې پاملرنه کړې او لومړۍ درجې ته يې ارتقا ورکړه.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن