تالقان (پژواک،٣٠ورى٩٣):د تخار ولايت چارواکي وايي،چې تېره ورځ ناوخته د ايران حکومت شپږ افغانان اعدام کړي دي.
د تخار د والي وياند سنت الله تيموري د وري په ٣٠ پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا شپږ تنه د تخار اوسېدونکي وو او په ايران کې يې مزدوري کوله.
تيموري وايي:((په دې ٦ تنو کې ٤ د کلفګان ولسوالۍ او ٢ يې د نور سيمو اوسېدونکي وو، چې تېره ورځ ناوخته اعدام شوي او مړي يې په ايران کې خپلو خپلوانو ته هم نه دي سپارل شوي.))
د نوموړي په وينا، په ايران کې د تخار يو شمېر کډوالو ورته ويلي، چې له حکومت څخه يې د يادو کسانو مړي غوښتي،خو لا تراوسه يې نه دي ورته سپارلي.
د تيموري په وينا:(( موږ ته په ايران کې د مېشتو افغانانو له لوري داسې راپورنه رسېدلي، چې ټاکل شوې نن (شنبه) ايران ٧ تنه نور افغانان هم اعدام کړي ، چې هغه هم د تخار ولايت اوسېدونکي دي.))
د تخار ولايت د کلفګان ولسوالۍ يو تن قومي مشر محمد اسلام ، چې ځان په ايران کې د افغان کډوالواستازى بولي ، پژواک ته وويل، چې په دغو اعدام شويو کسانو کې څلور تنه د يادې ولسوالۍ د سرک بالا سيمې اوسېدونکي دي.
هغه وايي: (( دغه مړي تراوسه پورې کورنيو ته يې نه دي سپارل شوي.))
نوموړي حکومت تورن کړ، چې د افغان کډوالو د خونديتوب لپاره ښه پاليسي نلري.
د افغانستان د کډوالو او بهرنيو چارو وزارتونو په دې تړاو څه نه دي ويلي .
د يادولو ده، چې په تېرو دوو کلونو کې په ايران کې د تخار ٢٠ تنه اوسېدونکي اعدام شوي دي.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن