جلال اباد ( پژواک، ٣٠ ورى ٩٣ ) : د ننګرهار د سره رود ولسوالۍ په ودانۍ کې چاودنه وشوه ، خو مرګ ژوبله نه لري.
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا چاودنه نن تر غر مخکې په شاوخوا لس نيمو بجو شوې ده.
هغه زياته کړه ، چې چاودېدونکي توکي د ولسوالۍ ودانۍ دننه د ولسوال دفتر مخې ته ځاى پر ځاى شوي وو.
د والي وياند وايي، چې په دې چاودنه کې چاته زيان نه دى اوښتى او پوليسو يې په اړه پلـټنې پيل کړې دي.
د سره رود ولسوال سيد علي اکبر سادات پژواک اژانس ته وويل، چې د چاودنې پر مهال دى په خپل دفتر کې و او زيان ورته نه دى اوښتى.
هغه زياته کړه، چې د چاودنې له امله د ولسوالۍ د ودانۍ ځينې ښيښې ماتې شوي او نور چاته هېڅ زيان نه دى اوښتى.
د ولسوالۍ يوه کارکوونکي ، چې دنوم له څرګندولو يې ډډه کوله، پژواک ته وويل ، چې د ښيښو ماتېدو له امله يو تن برسېرن ټپي شوى دى.
تر اوسه ددې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.
Visits: 2
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن