ترينکوټ، نيلي (پژواک،٣٠ ورى٩٣) په اروزګان ولايت کې د سلېمان تخت او په دايکنډي ولايت کې د بادام ګل پسرلنۍ مشاعرې وشوې.
په اروزګان ولايت کې د سلېمان تخت په نامه مشاعره کې د ولايت د مرکز ترينکوټ او څو نورو ولسواليو د شاعرانو تر څنګ د کندهار او زابل ولايتونو شاعرانو او ليکوالانو هم ګډون کړى وو.
په دغه مشاعره کې د شاعرانو ليکل شويو شعرونو ، غزلونو ، نظمونو او نورو ليکنو تر ډېره د افغانستان د روښانه راتلونکي هيلې را ژوندۍ کولې.
دغه مشاعره تېره ورځ ناوخته د دهراود ولسوالۍ د کولتوري ټولنې له لوري د يادې ولسوالۍ د ولسوال امين الله خالقي ، د ملي اردو د څلورم کنډک د قوماندان ډګروال عبدالمتين حسن خېل او نورو چارواکو په همکارۍ جوړه شوې وه.
د دهراود ولسوال امين الله خالقي پژوک اژانس ته وويل ، چې په دغه مشاعره کې سلګونه کسانو ګډون کړى وو ، نوې هيلې او اميدونه يې د سوله ييز افغانستان په اړه را وټوکول .
خالقي زياته کړه، لکه څرنګه چې په دغه مشاعره کې شاعرانو د خپل قلم د ارزښتمنې څوکې په وسيله خلک د وطن مينې او د خاورې ساتني ته متوجه کړل ، نو دا هم ډېره اړينه ده چې ټول افغانان د خپل هېواد په جوړولو کې هڅې وکړي.
په دغه مشاعره کې د افغان امنيتي ځواکونو د ستاينې ترڅنګ ددغې خاورې دښمنانو ته ويل کېده ، چې نور دې مظلوم افغانان نه ځوروي.
د مشاعرې په وروستۍ برخه کې د يادې لسوالې ملکي او نظامي مسئولينو ته ددې ولايت د والي او اطلاعات اوکولتور رياست له لوري ستاينليکونه ورکړل شول.
د يادونې ده ،چې د سلېمان تخت په نوم مشاعره د لومړي ځل لپاره په ۱۳۹۱ لمريز کال کې ترسره شوه.
ديوه بل خبر له مخې ، په دايکنډي ولايت کې (( د بادم ګل ) تر نامه لاندې مشاعره وشوه، چې د مسوولينو ترڅنګ سلګونو کسانو پکې برخه اخيستې وه.
ددايکنډي والي عبدالحق شفق وويل ، لکه څرنګه، چې د بادام ګل د پسرلي او ښه ژوند لپاره يو زېرى راوړي ، دغه ډول بايد ددې ولايت ټول اوسېدونکي د خپلې سيمې د پرمختګ او بيارغونې لپاره لاسونه سره ورکړي.
د دايکنډي دولايتي شورا رييس سهراب اعتمادي وويل ، چې پخوا په دې ولايت کې د بادامو باغونه او حاصلات يې ډېر وو، خو په دې وروستيو کې کم شوي دي.
د مشاعرې په پاى کې ددې ولايت شاعرانو خپل تازه شعرونه ولوستل .
دغه راز د مشاعرې پر مهال بېلابېل ډول لوبې هم ترسره شوې، چې پکې لسګونو لوبغاړو برخه اخيستې وه.
Visits: 1
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن