ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په بدخشان کې لسګونه زره  ښځو ته حرفوي روزنه ورکړل شوه

په بدخشان کې لسګونه زره ښځو ته حرفوي روزنه ورکړل شوه

author avatar
19 Apr 2014 - 13:16
په بدخشان کې لسګونه زره  ښځو ته حرفوي روزنه ورکړل شوه
author avatar
19 Apr 2014 - 13:16

فيض اباد(پژواک، ٣٠ ورى ٩٣): د بدخشان ولايت د ښځو چارو رياست چارواکي وايي، چې تېر کال په دې ولايت کې له اتيا زرو زياتې ښځې په دې ولايت کې د حرفوي روزنو په برخه کې روزل شوې دي.

د بدخشان د ښځو چارو رييسې پوهنمل ذوفنون حسام ناطق پژواک خبري اژانس ته وويل،  توانېدلې چې ددې روزنې له لارې يو شمېر ښحې د بڼوالۍ، د شاتو مچيو ساتنې، لاسي صنايعو او مالدارۍ په برخو کې په خپل ژوند کې ښه والى راولي.

د بدخشان د ښځو چارو رييسې زياته کړه، چې دوى په روان کال کې په پام کې لري، چې يو زيات شمېر ښځو سره  د کمک ورکوونکې بنسټونو په مرسته په بېلابېلو برخو کې تر روزنې لاندې ونيسي.

سرچينې زياته کړه، چې ددې ولايت په ٨ ولسواليو کې د ١٤ زره ښځو روزنه د ( Afghan ied) دفتر له خوا، چې د ښځو د ظرفيت لوړونې په برخه کې کار کوي؛ د روان کال په پروګرامونو کې شامله ده.

هغه وويل:(( زموږ تر لاسه شوې شمېرې څرګندوي، چې ددې ولايت په کچه له اتيا زرو نه زياتې ښحې د کورنۍ کرکيلې، د شاتو مچيو ساتلو، کورنيو باغچو او لاسي صنايعو په برخه کې روزل شوې دي.))

مېرمن ذوفنون زياته کړه، چې ددې حرفو روزنې له ښځو سره مرسته کړې، چې خپل وطني توليدات په فني بڼه پروسس او بازار ته وړاندې کړي.

بل خوا په دې ولايت کې يو شمېر مېرمنې د مېوې او لاسي صنايعو د پروسس په برخه کې خوشبيني څرګندوي او وايي، چې بازار ته يې دخپلو توليداتو په وړاندې کولو سره د خپل کورني اقتصاد په ښه کېدو کې موثر رول لوبولى دى.

د روزل شوو ښځو له ډلې د ذولحجې په نامه يوې وويل:(( وطني ميوې او توليدات پروسس کوو، بيا په بازار کې پلورل کېږي او لاسي صنايع مو هم ښه پلور لري.))

دې مېرمنې، چې د پنځو اولادونو مور ده، په دې اړه پژوک ته وويل، چې پخوا له بېوزلۍ سره لاس او ګرېوان وه، خو اوس کار کوي او کولى شي، د خپل ژوند اړتياوې پوره کړي.

د بدخشان ځايي چارواکي همدا راز وايي، چې ددې ولايت ځايي ادارې د ښځو د اقتصاد ودې لپاره پروګرامونه طرحه کړي او په روان کال کې هڅه کوي، چې د مرسته ورکوونکو بنسټونو په جلب سره د کليوالو سيمو ښځې هم د حرفوي پروګرامونو تر پوښښ لاندې راولي.

د بدخشان والي شاه ولي الله اديب وويل، دوى ژمن دي، څو د ښځو د لاسي صنايعو په پراختيا او ورته د روزنيزو پروګرامونو د جوړولو له لارې په لرو پرتو سيمو کې د کورنيو د اقتصاد کچه لوړه کړي.

هغه پژواک ته وويل:(( د مېرمنو داقتصاد وده زموږ په لومړيتوبونو کې ده، موږ ژمن يو، چې لاسي صنايع پراختيا ومومي، په دې برخه کې موسسې هڅوو، څو په لرو پرتو سيمو کې د کورني اقتصاد په پياوړي کولو کې مرسته وشي.))

د بدخشان د ښځو چارو رياست چارواکي وايي، چې په بدخشان کې اتيا زره ښځو د غالۍ اوبدنې، خياطۍ، د مېوو پروسس، د شاتو مچيو او بڼوالۍ په برخه د روزنې ورکړه يوه اوچته برخه ده  او دوى په پام کې لري، ددې بهير په چټکوالي سره  د ښځو ته لا کاري زمينه مساعده او دوى د کورني اقتصاد د پياوړتيا لپاره له بازار سره ونښلوي.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.