ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پوليسو يوه مېرمن وژلې

پوليسو يوه مېرمن وژلې

author avatar
19 Apr 2014 - 15:50
پوليسو يوه مېرمن وژلې
author avatar
19 Apr 2014 - 15:50

ميدانښار ( پژواک، ۳۰ ورى ۹۳) : په ميدان وردګو کې يوه ۳۸ کلنه مېرمن د پوليسو له خوا پر ډزو سره وژل شوې ده.

ددې ولايت د والي وياند عطاء الله خوږياڼي د وري په ٣٠مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دا پېښه په جلريز ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړه ، چې تېره شپه دوولس بجې ياده مېرمن  د امنيتي ځواکونو له لوري وروسته له هغه پر ډزو سره وژل شوې،کله چې د امنيتي ځواکونو له لوري پرې د درېدو غږ شوى و، خو دا نه وه درېدلې.

نوموړی وايي ، کله چې امنيتي ځواکونو ډزې کړې وې،وروسته پوه شوي وو،چې جسد د يوې مېرمنې دی .

خوږياڼى وايي،اوس يې داسې معلومات ترلاسه کړي،چې وژل شوې اته دېرش کلنې مېرمنې عصبي ناروغي درلوده او غوږونه يې کاڼه وو.

د يو بل خبر له مخې، په ميدان وردګو ولايت کې دوه وسله وال طالبان وژل شوي دي.

د دغه ولايت له مطبوعاتي دفتر څخه پژواک ته په ورکړل شويو معلوماتو کې ويل شوي، چې ياد وسله وال طالبان د سيداباد ولسوالۍ په شش قلعه سيمه کې د امنيتي ځواکونو د عملياتو په ترڅ کې وژل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.