ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

اروزګان کې خبريالان تقدير شول

اروزګان کې خبريالان تقدير شول

author avatar
20 Apr 2014 - 12:07
اروزګان کې خبريالان تقدير شول
author avatar
20 Apr 2014 - 12:07

کابل (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د اروزګان ولايت امنيه قوماندان وايي، چې رسنيو د ټاکنو په عامه پوهاوي کې ښه ونډه درلوده.

مل پاسوال مطيع الله خان دا څرګندونې په هغې غونډه کې وکړې، چې د اروزګان ولايت د رسنيو استازو او خبريالانو ته په کې د امنيه قوماندانۍ له لوري ستاينليکونه ورکړل شول.

دغه ستاينليکونه په اروزګان ولايت کې د نورو خبريالانو ترڅنګ د پژواک خبريال (اجمل وصال) ته هم ورکړل شو.

امنيه قوماندان په ياده غونډه کې وويل: ((د رسنيو ونډه او عامه پوهاى وو، چې د ټول هېواد په ځانګړې ډول د اروزګان ولايت ډېرو خلکو په ټاکنو برخه واخيسته.))

ده وويل، چې د نورو اورګانونو تر څنګ افغان رسنيو د رڼو ټاکنو په ترسره کېدو کې ښه رول درلود.

امنيه قوماندان د اروزګان له خبريالانو وغوښتل، چې د افغانستان ملي ګټو او ارزښتونو ته ژمن پاتې شي.

د اروزګان د رسنيو استازو د ياد ولايت له امنيه قوماندانۍ مننه وکړه، چې خبريالان يې وستايل او هم مهال يې هيله وښوده چې له دوى سره دې د معلوماتو په ورکولو کې همکاري وکړي.

په اروزګان کې د پژواک خبريال اجمل وصال په ياده غونډې کې د ارزوګان امنيه قوماندان ته په خطاب کې وويل: ((امنيه قوماندانۍ وياند نه لري، د ولايت مقام وياند نه لري، خبريالان په ډېرو ستونزو سره معلومات ترلاسه کوي.))

نوموړي هيله ښوده، چې په دغه ولايت کې يادې ستونزې حل شي او خبريالانو ته پر وخت معلومات ورکړل شي.

پر اروزګان ولايت سربېره د پلازمينې کابل په ګډون په يو شمېر نورو ولايتونو کې هم افغان ادارو له دې امله د ژورنالېستانو ستايغونډې جوړې کړې چې د ټاکنو په عامه پوهاوي کې يې ښه اغېز درلود.

Visits: 8

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.