ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بهرنيو ځواکونو ٣٣٥ اډې افغان لوري ته سپارل شوې دي

د بهرنيو ځواکونو ٣٣٥ اډې افغان لوري ته سپارل شوې دي

author avatar
20 Apr 2014 - 18:53
د بهرنيو ځواکونو ٣٣٥ اډې افغان لوري ته سپارل شوې دي
author avatar
20 Apr 2014 - 18:53

 کابل (پژواک ٣١ ورى ٩٣): له بهرنيو ځواکونو څخه د نظامي اډو او تاسيساتو د لېږد کمېسيون وايي، چې تر دې مهاله يې د ايساف او ناټو ځواکونو ٣٣٥ بېلابېلې ودانۍ، د افغانستان لوري ته  سپارلې دي.

 د ملي امنيت شورا په ناسته کې، چې نن د ولسمشر کرزي په مشرۍ په ارګ کې تر سره شوه، د افغانستان لوري ته له بهرنيو ځواکونو څخه د نظامي اډو او تاسيساتو د لېږد کمېسيون مشر امين حبيبي دغې ناستې ته، د کمېسيون د اجراتو په اړه خپل راپور وړاندې کړ.

 حبيبي وويل، چې د دغه کمېسيون له جوړېدو راهيسې د ايساف او ناټو ځواکونو ٣٣٥ بېلابېلې ودانۍ د دغه کمېسيون تر څار لاندې افغان لوري ته سپارل شوې دي.

 د ولسمشرۍ د مطبوعاتو دفتر له لوري پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ملي امنيت شورا د دغه راپور له اورېدو وروسته پرېکړه وکړه، چې افغان لوري ته د سپارل شويو تاسيساتو د ساتنې په موخه دې، د ملي اردو او پوليسو د مراقبت او ساتنې د مديريتونو په جوړښت کې اړين زياتوالى راشي.

 په دغه ناسته کې د کورنيو او ملي دفاع وزيرانو د امنيت د عمومي وضعيت په اړه معلومات ورکړل او ويې ويل، چې په بريالۍ توګه سره د ولسمشرۍ ټاکنو تر سره کېدو، د دښمن د خوځښتونو په کچه کې ډېر کموالى راوستى دى.

 له هغه وروسته له نشه يي توکو سره د مبارزې وزير په ټول هېواد کې د کوکنار کرلو د له منځه وړلو پلان يادې غونډې ته وړاندې کړ او پرېکړه وشوه چې په ټول هېواد کې د کوکنار د کښت له منځه وړلو لپاره بايد له امنيتي ځواکونو او سيمه ييزو چارواکو سره په همغږۍ، د طرحه شوي پلان له مخې کار وکړل شي.

 

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.