ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

نن د ټاکنو د قسمي پايلو بله برخه اعلانېږي

author avatar
20 Apr 2014 - 11:35
author avatar
20 Apr 2014 - 11:35

کابل (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د ټاکنو خپلواک کمېسيون وايي، چې د وري مياشتې د ١٦مې نېټې د ولسشمريزو ټاکنو د قسمي پايلو يوه بله برخه به هم نن له غرمې وروسته اعلان کړي.

دغه کمېسيون تېره ورځ د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره وويل، په پام کې ده، چې دا پايلې نن له غرمې وروسته پنځه بجې له رسنيو سره شريکې کړي.

په ورته وخت کې د ټاکنو خپلواک کمېسيون يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته وويل، دغه ځل د ټاکنو د قسمي پايلو ٤٠ سلنه برخه اعلانېږي، چې په ټولو ولايتونو پورې اړه لري.

تر دې وړاندې هم د کمېسيون چارواکو ويلي وو، چې دغه ځل به  د ټاکنو يوه زياته سلنه په قسمي پايلو کې شامله وي.

د ټاکنو مهالوېش ته په پام سره، د ټاکنو لومړنۍ پايلې د غويي په ٤مه او وروستۍ هغه يې ورڅخه ١٩ ورځې وروسته د غويي په ٢٤مه اعلانېږي.

دغه کمېسيون تر اوسه پورې  يو ځل له ٢٦ ولايتونو څخه د ټاکنو لس سلنه قسمي  پايلې اعلان کړې دي.

د دغو پايلو له مخې ډاکتر عبدالله عبدالله ٤١،٩ سلنه، ډاکتر اشرف غني احمدزي ٣٧،٦ سلنه، ډاکتر زلمي رسول ٩،٨ سلنه رايو په خپلولو سره  په لومړي، دويم او درېيم مقام کې راغلي دي.

همدرانګه عبدالرسول سياف٥،١، قطب الدين هلال ٢،٧، ګل اغا شېرزى ٢،٢، داوود سلطانزوى ٠،٥ او هدايت امين ارسلا ٠،٣ سلنه محاسبه شوې رايې خپلې کړې دي.

Views: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.