ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

هلمند کې د پوليسو په مسلکي کېدو امنيت ښه شوى

هلمند کې د پوليسو په مسلکي کېدو امنيت ښه شوى

author avatar
20 Apr 2014 - 15:49
هلمند کې د پوليسو په مسلکي کېدو امنيت ښه شوى
author avatar
20 Apr 2014 - 15:49

لښکرګاه (پژواک ۳١ ورى ۹۳): د هلمند امنيتي مسوولين وايي، د پوليسو او نورو امنيتي ارګانو په مسلکي کېدو او تجهيز سره په دغه ولايت کې امنيتي ساحه پراخه شوې ده.

دغه څرګندونې د هلمند امنيه قوماندان پاسوال ارکانحرب عبدالقيوم باقي زوى په يوې خبرې ناستې کې وکړې.

نوموړي وويل، له روان لمريز کال را په دېخوا يې په ځانګړو عملياتو کې ۱۸ وسله وال وژلي، ۱۶ ټپيان شوي او اوه ژوندي نيول شوي دي.

د ده په وينا، چې په همدې موده کې يې ۱۵۸ کړۍ ماينونه، اوه ميله وسلې، درى پايې مخابرې، اته موټرسايکل بمونه او تر دوه زره زياتي مرمۍ يې هم نيولې دي.

قوماندان وويل، د پوليسو په مسلکي کېدو سره نه يوازې دا چې امنيت ټينګ شوى، بلکې د پخوا په پرتله د پوليسو تلفات هم کم شوي دي.

باقي زوى زياته کړه، په همدې موده کې يې له يوه ښه نظامي پلان سره سم ۱۷۶۸ ګزمې ترسره کړې، ۱۴۳۱ کمينونه يې اجرا کړي، ۱۲۲۷ لنډمهالې پوستې يې جوړې کړې او دغه راز يې د همدې هڅو په ترڅ کې ۱۵۸۰ کيلوګرامه اومه چرس هم نيولي دي.

نوموړي وويل، که څه هم د پوليسو تلفات کم شوي خو بيا يې هم په تېره يو مياشت کې ۶ تنه تلفات در لودل چې تېر ته په کتو سره په دې برخه کې پرمختګ راغلى دى.

امنيه قوماندان تر خبري ناستې وروسته د دغه ولايت ځايي خبريالانو ته ستاينليکونه هم ورکړل چې د تېرو ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو د ټاکنو له پروسې يې سمه څاره وکړه او د پېښو معلومات يې پر وخت وړاندې کړل.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.