ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ١٧ ولايتونو کې د شکايتونو څېړنه پاى ته رسېدلې

په ١٧ ولايتونو کې د شکايتونو څېړنه پاى ته رسېدلې

author avatar
20 Apr 2014 - 10:55
په ١٧ ولايتونو کې د شکايتونو څېړنه پاى ته رسېدلې
author avatar
20 Apr 2014 - 10:55

کابل (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون چارواکي وايي، چې په ١٧ ولايتونو کې د ټاکنيزو شکايتونو څېړنه پاى ته رسېدلې او تر اوسه پورې په ټول هېواد کې له ٤٠٠ زيات شکايتونه څېړل شوي دي.

د ياد کمېسيون منشي او وياند محمد نادرمحسني پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د شکايتونو څېړنه په عادي ډول په ټول هېواد کې روانه ده.

نوموړي زياته کړه، چې دوى تر اوسه په ټول هېواد کې له څلور سوو زيات شکايتونه څېړلي، چې ډېره برخه يې په الف کتګورۍ کې راځي.

محسني وړاندې ويلي وو، چې له ترلاسه کړو شکايتونو ٨٧٠ يې د کمېسيون د ټاکلو معيارونو له مخې په الف کتګورۍ کې راځي او کولى شي د ټاکنو پر پايلو اغېز ولري.

دا چې د شکايتونو کمېسيون څېړنې او پرېکړې تر اوسه د رايو پر پايلو څومره اغېز کړى؟ محسني وويل: ((دا به وروسته معلومه شي، اوسمهال يې په پايله کې د رايې ورکونې ځيني صندوقونه قرنطين شوي او د ځينو کسانو په اړه، چې شکايت ترې شوي، تصميمونه نيول شوي دي.))

د ټاکنيزو شکايتونو کمېسيون وياند وويل، چې د هېواد په کچه له څلور سوه زرو زياتو شکايتونو له څېړلو سره د هېواد په ١٧ ولايتونو کې د شکايتونو د څېړنې بهير بشپړ شوى او په پاتې ولايتونو کې جريان لري، چې د ټاکل شوي وخت تر پايه به خلاص شي.

 محسني د زياتو جزئياتو له ورکړې پرته وويل، چې له ولايتونو ځيني ټاکنيز شکايتونه د څېړنې په موخه مرکزي دفتر ته راجع شوي، چې په راتلونکو ورځو کې به وڅېړل شي.

 د ټاکنو خپلواک کمېسيون د وري مياشتې د ١٦مې نېټې له ټاکنو وروسته تر اوسه پورې د هېواد په کچه له ٣٥٠٠ څخه زيات شکايتونه ثبت کړي، چې نږدې دوه زره يې ليکني او مستند دي.

 دغه کمېسيون د شکايتونه څېړنه د ټاکنو له ترسره کېدو يوه ورځ وروسته پيل کړې، چې د حکم له مخې يې د هېواد په کچه د رايې ورکونې سلګونه صندوقونه په ټول هېواد کې قرنطين يا له سره شمېرل شوي دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون هم د خپل ليدلوري له مخې د تقلب تر شک او ګومان لاندې مرکزونو او محلونو د رايو په برخه کې دا ډول اقدام کړى دى.

د ټاکنو له مهالوېش سره سم، د ټاکنو د درج او څېړنې بهير د وري له ١٨مې نېټې پيل او د غويي مياشتې تر ٢٤ مې، چې د ولسمشرۍ ټاکنو د پايلو د اعلان ورځ ده، پاى ته رسېږي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون ويلي، چې نن د ټاکنو د قسمي پايلو يوه بله برخه هم اعلانوي.

دغه کمېسيون تر اوسه پورې په ٢٦ ولايتونو پورې اړوند د ټاکنو ١٠ سلنه پايلې د وري مياشتې ٢٤مه نېټه اعلان کړې دي.

 د دغو پايلو له مخې ډاکترعبدالله عبدالله ٤١،٩ سلنه، ډاکتر اشرف غني احمدزي ٣٧،٦ سلنه، ډاکتر زلمى رسول ٩،٨ سلنه د رايو په خپلولو سره په لومړي، دويم او درېيم مقام کې راغلي دي.

 همدرانګه عبدالرسول سياف ٥،١، قطب الدين هلال ٢،٧، ګل اغا شېرزى ٢،٢، داوود سلطانزوى ٠،٥ او هدايت امين ارسلا ٠،٣ سلنه محاسبه شوې رايې خپلې کړې دي.

يوې سرچينې پژواک خبري اژانس ته ويلي، چې د ټاکنو خپلواک کمېسيون نن د وري په ٣١ مه د ټاکنو ٤٠ سلنه پايلې اعلانوي.

د ټاکنيز مهالوېش پر بنسټ، د غويي مياشتې په ٤مه لومړنۍ او د همدې مياشتې په ٢٤ مه د ولسمشرۍ د ټاکنو وروستۍ پايلې اعلانېږي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.