ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

پکتيکا کې د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې پلې شوي

پکتيکا کې د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې پلې شوي

author avatar
20 Apr 2014 - 15:31
پکتيکا کې د بيارغونې ګڼ شمېر پروژې پلې شوي
author avatar
20 Apr 2014 - 15:31

ښرنه (پژواک ٣١ ورى ۹۳): د پکتيکا د پوهنې رييس وايي، چې په تېر کال کې يې د نږدې څلور ميليونه ډالرو په ارزښت پروژې پلې کړې او په يو شمېر سيمو کې لا هم کار روان دى.

پوهيالي کوچي ځاځي د وري ٣١ له پژواک خبري اژانس سره په مرکه کې وويل، چې زده کوونکو او ښوونکو ته د اسانتياوو برابرول د دغو پروژو په لومړيتوبونو کې دي.

نوموړى وايي، له يادو پروژو په مرکز او ولسواليو کې د لسو ښوونځيو او د کرنې انسټيټيوټ لپاره سمبالې ودانۍ جوړې شوې، چې اوس زده کوونکي ترې استفاده کوي.

د پوهنې رييس زياته کړه: ((په يو شمېر سيمو کې د ښوونځيو ودانۍ جوړې شوې، د اوبو او نورې اړينې اسانتياوې په کې برابرې شوې او پر ۲۷ نورو پروژو هم کار روان دى.))

د ځاځي په خبره، د يادو پروژو په ترسره کېدو کې ورسره يونيسف ادارې، نړيوال بانک، سويډن کمېټې، نړيوال مشارکت، د نشه يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت او د خوړو نړيوالې موسسې مرسته کړې ده.

ځاځي وويل، پخوا به د پوهنې رياست په چوکاټ کې د ودانيو جوړول له بېلابېلو لورو له ستونزو سره مخ و، خو اوس يې د سيمې د علماوو او قومي مخورو په مرسته يادې ستونزې حل کړې دي.

د پکتيکا د پوهنې رياست د انجنيرۍ ديپارتمنت مشر انجنير ذبيح الله پژواک ته وويل، چې دا پروژې پر مرکز ښرنه سربېره، ارګون، يوسف خېلو، يحيى خېلو، وړممۍ او يو شمېر نورو ولسواليو کې پلې شوې دي.

په پکتيکا کې د سواد مدني ټولنې مشر محمدالله همت يار پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په دغه ولايت کې د تېر په پرتله د پوهنې په برخه کې د پام وړ کارونه شوي دي.

هغه وايي، په تېر کال کې، چې په ښرنه کې د ښوونځيو او کرنې انسټيټيوټ لپاره څلور ودانۍ جوړې شوې، درى په ښه کيفيت خو د يوې يې کيفيت سم نه وو.

هغه وايي: ((زموږ ټولنې دا موضوع د پوهنې له رييس سره شريکه کړه، او رييس ورته ژمنه ورکړې، تر هغه د ياد ښوونځي قراردادي ته پاتې پيسې ورنه کړي، څو د ودانۍ ځينې برخې په ښه کيفيت او د شرط پاڼې مطابق جوړې شوې نه وي.))

همتيار وويل، پکتيکا د هغو ولايتونو له ډلې ولايت دى چې ډېر نفوس لري او يو شمېر زده کوونکي يې اوس هم د ودانيو د نه شتون او مسلکي ښوونکو له کموالي سره مخ دي.

هغه په دې برخه کې د پوهنې له وزارت څخه پکتيکا ته د ځانګړې پاملرنې غوښتونکى شو.

په پکتيکا کې ټول ۶۹۸ ښوونځي دي، چې د ۳۶۳۲ ښوونکي له خوا په کې زده کوونکو ته تدريس کوي.

چارواکي وايي، چې د دغو ښوونکو له ډلې ۹۹۲ يې رسمي او پاتې نور د اجير يا قراردادي ښوونکي په توګه دندې اجرا کوي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.