ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګردېز کې د کرکټ زون “مس عينک” دفتر پرانيستل شو

ګردېز کې د کرکټ زون “مس عينک” دفتر پرانيستل شو

author avatar
20 Apr 2014 - 16:37
ګردېز کې د کرکټ زون “مس عينک” دفتر پرانيستل شو
author avatar
20 Apr 2014 - 16:37

ګردېز (پژواک ٣١ ورى ٩٣): د پکتيا ولايت په مرکز ګردېز کې د کرکټ زون (مس عينک) دفتر پرانيستل شو او چارې يې پيل کړې.

په همدې اړه نن د ګردېز ښار د جرګو په تالار کې غونډه جوړه شوې وه، چې په کې د کرکټ بورډ ادارې چارواکو، ولايتي مسوولينو او په لسګونه د کرکټ مينه والو برخه اخيستې وه.

د کرکټ بورډ اجرائيوي رييس ډاکتر نورمحمد مراد وويل، د مس عينک د دفتر په پرانيستل کېدو کې سره د شاوخوا ولايتونو د کرکټ اړوند ټولې چارې همغږې کېږي او همدا ډول به د زون په کچه زياتې لوبې او نورې اړوندې چارې تنظيمېږي.

هغه زياتوي، دغه دفتر ځانګړې ودانۍ لري، د کار او دفتر ټول سهولتونه ورته په پام کې نيول شوي دي.

نوموړی وويل دوی هڅه کوي چې په راتلونکي کې د دغه دفتر او په پکتيا کې د کرکټ په برخه کې د دغه ولايت له لوبغاړو سره لا مرسته وکړي.

مراد وويل، چې په پکتيا کې به د کرکټ لپاره لوی لوبغالی جوړوي، د منظورېدو چارې يې نږدې بشپړې شوې او څه مهال وروسته به يې د جوړېدو چارې پيل کړي.

د پکتيا مرستيال والي عبدالولي سهي وويل، چې په دغه ولايت کې د کرکټ د زون دفتر يوه لويه لاسته راوړڼه ده او هيله لرو چې په راتلونکي کې اړوند اداره په لا غښتلي کېدو کې مرسته وکړي.

نوموړی وويل، چې دوی د ولايت له خوا ياد دفتر ته ځای ورکړی، چې ټولې اړينې اسانتياوې يې په پام کې نيول شوې او له دې وروسته به يې هم په بېلابېلو برخو کې مرستې کوي.

له بلې خوا په پکتيا کې د کرکټ يو شمېر مينه وال له دولته غوښتنه کوي، چې په دغه ولايت کې د کرکټ لوبې لپاره زياتې اسانتياوې رامنځته کړي او په وينا يې تر اوسه پورې چا په دې برخه کې ورسره څومره مرسته چې لازمه ده، نه ده کړې.

په ګردېز کې د”شهيد ډاکتر نجيب” د کرکټ ټېم يوه لوبغاړي روزي خان پژواک ته وويل، په پکتيا ولايت کې په زرګونه ځوانان د کرکټ پر لوبه بوخت دي، چې د هېواد او شاوخوا ولايتونو په کچه يې ډېرې ښې لاسته راوړنې هم لرلې دي.

دی وايي، لکه څنګه چې د نورو ولايتونو لوبغاړو ته په دې برخه کې څومره پاملرنه شوې دوى ته نه ده شوې او دوی د لوبو لپاره يو مجهز لوبغالی هم نه لري.

ياده دې وي، په ټول هېواد کې د کرکټ لوبې لپاره په هر زون کې يو دفتر په پام کې نيول شوی، چې په ځينو کې يې په کار پيل کړی او ځيني يې لا هم پاتې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.