ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“د افغانستان د کانونو په تثبيت  کې د امريکا نقشې  ستره لاسته راوړنه ده”

“د افغانستان د کانونو په تثبيت کې د امريکا نقشې ستره لاسته راوړنه ده”

author avatar
21 Apr 2014 - 11:30
“د افغانستان د کانونو په تثبيت  کې د امريکا نقشې  ستره لاسته راوړنه ده”
author avatar
21 Apr 2014 - 11:30

کابل(پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٣): د کانونو او پټروليم وزارت د افغانستان د کانونو په اړه د امريکا نقشې د کانونو د موقعيت په تثبيت او اړونده برخه کې د پانګونې لپاره مرستندويه او د هېواد لپاره ستره لاسته راوړڼه ګڼي.

د کانونو او پټروليم وزير محمد اکبربارکزي له پژواک خبري اژانس سره په ځانګړې مرکه کې وويل، چې دا نقشې او معلومات يې د کب مياشتې کې امريکا ته د خپل سفر په ترڅ کې تر لاسه کړي دي.

نوموړي ددې پروژو په اړه پژواک ته وويل:((ددې نقشو او اسنادو پر بنسټ له دې وروسته به ټولو پانګوالو ته روښانه شي، چې په افغانستان کې په کومه اندازه کانونه په کومو سيمو کې دي او همدارنګه کوم ډول کاني او منرالي توکي لري.))

 د کانونو وزير په خپلو خبرو کې وويل، چې ددې نقشو ارزښت او معلومات نږدې ٢٠ ميليونه ډالر دي ، هر کورنى او بهرنى پانګوال کولى شي، چې په ډېره اسانۍ سره د انټرنټ له لارې د افغانستان د ټولو کانونو په اړه معلومات تر لاسه او پرې پانګونه وکړي.

د کانونو او پټروليم وزارت وياند محمد رفيع رفيق صديقي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې ددې نقشو په اړه د تخنيکي او مسلکي امکاناتو د نشتوالي په سبب يې له بهرنيو هېوادونو او نړيوالو مرستندويو سرچينو څخه مرسته وغوښته او امريکا هم ومنله .

هغه وويل، چې ددې نقشو درلودل، چې د افغانستان د کانونو علمي او تخنيکي څېړنې رانغاړي، د هېواد دکانونو ارزښت پياوړى کوي او افغانستان اړتيا لري، چې ددې نقشو له شتون سره د کانونو په برخه کې د پراخه کار لپاره اقدام وکړي.

 د کانونو او پټروليم وزير زياته کړه، چې ددې نقشو بېلګې د وزارت په واک کې ورکړل شوې، خو وزارت ددې انتظار باسي، چې ټولې دا ډول نقشې له پوره جزيياتو سره د افغانستان په واک کې ورکړل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د بهرنيو اړيکو مسوول اذرخش حافظي وويل، چې د افغانستان د کانونو د مطالعې تازه پړاو د امريکا او بريټانيا د ځمکې پېژندنو ادارو له خوا په ګډه پيل شوى دى.

هغه وويل، چې دا هېوادونه د نوې ټکنالوژۍ او خپلو سپوږمکيو له لارې د افغانستان ځمکنۍ زېرمې او ژور والى ثبت او نقشې يې چمتو کړې دي.

 د سوداګرۍ او صنايعو خونې د بهرنيو اړيکو مسوول څرګنده کړه، په هغه صورت کې ، چې دا نقشې ريښتنې او کره وي او تر خاورو لاندې زېرمو په اړه موثق معلومات وړاندې کړي، نو د اهميت وړ دي.

دده په خبره، د افغانستان د کاني زېرمو په اړه د معلوماتو برابرول، د خلکو لپاره ډېر ګټور دي.

 

د حافظي په باور، د کره نقشو په شتون سره خلک د هېواد د ځمکنيو زېرمو د ځاى او نوعيت په اړه خبرېږي او دا پوهاوى ددې سبب ګرځي، چې له لوټونې  څخه وژغورل شي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې دې چارواکي وويل، د افغانستان کانې زېرمې د امريکا او بريټانيا له خوا په چمتو شوو نقشو کې د روسانو د کشف کړو زېرمو په پرتله سلګونه ځله زياتوالى څرګندوي.

 اذرخش حافظي زياته کړه، چې ددې نقشو مناطق د افغانستان ډېرى کانونه د بدخشان له پامير سيمو څخه تر هندوکش او دهرات تر غوريانو پورې پراته دي.

  د کانونو وزارت د سروې او جيولوجۍ رياست مسلکي غړى انجنير عبدالغفار په دې نظر دىو چې دا نقشې د افغانستان د کانونو د موقعيت په پېژندلو کې مرسته کولى شي، خو ترڅنګ يې دا هم وايي ،  امکان لري، چې په چمتو کولو کې  يې  امريکانو هم د روسانو له پخوانيو نقشو څخه کار اخيسى وي.

دده په خبره، روسانو دافغانستان له کانونو څخه وروستۍ نقشې په ١٩٧٤ کال کې چمتو کړې، چې د افغانستان د سروې او جيولوجي رياست کې شته دي.

 د سوداګرۍ او صنايعو خونې د مديره پلاوي لومړي مرستيال خان جان الکوزي او د هېواد سوداګر وويل، چې ددې نقشو شتون د کانونو په برخه کې  پانګونې ته د پانګوالو د هڅونې  لامل ګرځي.

پر دې سربېره الکوزي زياته کړه، چې د افغانستان د کانونو د ارزښت په اړه د امريکايانو برآورد کره نه دى.

د امريکا د ځمکې پېژندنې ادارې د معلوماتو له مخې، د افغانستان کانونه نږدې  زر ميليارد ډالر ارزښت لري، خو د افغانستان دولت ددې په ردولو سره ويلي دي، چې د افغانستان د کانونو ارزښت له درې زره ميليارده ډالرو څخه زيات دى.

د کابل پولي تکنيک پوهنتون د جيولوجي او کانونو پوهنځي د اکتشاف او جيولوجۍ د څانګې امر اميرمحمدموسى زي هم د امريکا له لوري د چمتو شوو نقشو اهميت ته په اشارې سره وويل، چې که  دا نقشې کره وي، نو له افغانستان سره به مرسته وکړي، چې ددې کانونو په استخراج کې په ښه ډول اقدام وکړي.

 د افغانستان د سوداګرۍ او صنايعو خونې د بهرنيو اړيکو مسوول اذرخش حافظي د معلوماتو له مخې، د افغانستان له کانونو څخه د نقشي اخيستنې لومړى پړاو له لومړۍ نړيوالې جګړې ١٩١٤ وړاندې و ، چې دالمانيانو له خوا تر سره شوه.

دده په خبره،هغه مهال ځينې کانونه لکه د ډبرو سکاره تثبيت شول او شپږ لسيزې وروسته روسانو د افغانستان د سروې او ځمکې پېژندنې رياست په سمبالولو سره د هېواد د کانونو نقشو په چمتو کولو کې کار وکړ.

دده په باور، د افغانستان له کانونو څخه د روسانو نقشه اخيستنه ډېره کره نه وه او حتى د کانونو وزارت په ارشيف کې هم ورڅخه کاپي لاسوندونه،  نه دي پاتې او روسانو يادې نقشې هم له ځان سره وړې دي.

Visits: 5

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.