ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د حکمتيار په مشرۍ حزب دويم پړاو ټاکنې تحريموي

author avatar
21 Apr 2014 - 11:32
author avatar
21 Apr 2014 - 11:32

کابل (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٣): د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله وايي ، چې که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، دوى به د هېڅ يو کانديد ملاتړ ونه کړي.

د روان لمريز کال د وري په ١٦مه په هېواد کې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنې ترسره شوې.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون پرون د ولسمشرۍ ټاکنو د نږدې٥٠ سلنه شمېرل شوو رايو لومړنۍ پايلې اعلان کړې، چې له مخې يې ډاکټر عبدالله عبدالله ٤٤،٤ سلنه رايې، ډاکټر اشرف غني ٢،٣٣ سلنه رايې، زلمي رسول ١٠،٤ سلنه، استاد سياف ٧ او قطب الدين هلال ٢،٧  سلنه رايې اخيستې دي.

اټکل کېږي، چې هېڅ يو کانديد به ٥٠ +١ رايه ترلاسه نه شي کړاى او ټاکنې به دويم پړاو ته ولاړې شي.

د انجنير حکمتيار په مشرۍ د حزب اسلامي ډله، چې په تېرو ټاکنو کې يې د ولسمشرۍ له کانديد قطب الدين هلال څخه د ملاتړ اعلان کړى و، اوس وايي ، چې که ټاکنې دويم پړاو ته ولاړې شي، دوى به له هېڅ يو کانديد څخه ملاتړ ونه کړي.

د دې ډلې يوې سرچينې ، چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د غويي په لومړۍ نېټه پژواک  خبري اژانس ته وويل ، چې دوى د ولسمشرۍ د دويم پړاو ټاکنې تحريموي.

د سرچينې په وينا، دغه پرېکړه د دوى مشر او اجرائيه شورا کړې ده او په دې اړه به نور معلومات وروسته په يوه اعلاميه کې خپاره کړي.

Visits: 0

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.