ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د قيصار په نښته کې ٣٠ وسله وال وژل شوي

د قيصار په نښته کې ٣٠ وسله وال وژل شوي

author avatar
21 Apr 2014 - 16:32
د قيصار په نښته کې ٣٠ وسله وال وژل شوي
author avatar
21 Apr 2014 - 16:32

ميمنه (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٣): د فارياب ولايت امنيتي چارواکي ادعا کوي، چې د قيصار ولسوالۍ په جګړه کې پاکستاني سلاکاران هم ګډون لري او تر دې مهاله يې ٣٠ وسله وال مخالفين وژلي دي.

د فارياب د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال محمدنعيم اندرابي په وينا، په دې نښته کې چې له تېرو دوو ورځو راهيسې د دې ولسوالۍ اړوند سيمو کې د امنيتي ځواکونو له عملياتو سره يو ځاى روانه ده، دېرش وسله وال طالبان وژل شوي او تر ١٠ ډېر ټپيان شوي دي.

اندرابي پژواک خبري اژانس ته وويل، چې په وژل شوو کې د ملا نصير، ملا ګلبدين او ملا محمدګل په نومونو د طالبانو قوماندانان هم شامل دي.

هغه زياته کړه: “د راپورونو له مخې، د قيصار په جګړه کې د فارياب، بادغيس، غور او سرپل د سيمه ييزو طالبانو سربېره پاکستاني سلاکاران هم شامل دي، چې د دې جګړې مشري پر غاړه لري.”

د امنيت امر زياته کړه، چې په دې جګړه کې تر دې دمه دوه سيمه ييز پوليس هم وژل شوي او همدارنګه درى سيمه ييز پوليس او شپږ ملکي وګړي ټپيان شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې تر دې دمه د زعفران، ارکليک، توميس، زيارتګاه او بازار شاخ کلي د طالبانو له شتون څخه پاک شوي دي.

د قيصار ولسوال عبدالجميل صديقي وويل، چې اوسمهال په درېيو برخو (د شاخ شاوخوا، تګاب ايرک او چلګزي) کې په متفرقه ډول نښته روانه ده.

صديقي وويل، چې نن سهار وسله والو طالبانو د تګاب ايرک سيمې پر پوستې بريد کړى، چې په ترڅ کې درې وسله وال وژل شوي او د يوه سيمه ييز پوليس پکې ګډون پکې يو مخالف ټپي شوى دى.

په فارياب کې د ٢٠٩ شاهين قول اردو د لومړۍ لوا د مطبوعاتو مسوول جګړن محمد رضا رضا وايي، چې نن سهار وسله والو طالبانو د قيصار په يک اولنګ سيمه کې، د ملي اردو پر سرتېرو بريد کړى، چې په ځوابي بريد کې يې ٨ وسلوال مخالفين وژل شوي دي.

هغه زياته کړه، چې د طالبانو مړي له څلور ميله کلاشينکوفونو سره يو ځاى د ملي اردو تر واک لاندې سيمه کې پراته دي، او طالبانو يو ځل بيا د دغو مړو د ترلاسه کولو په موخه بريد کړى او نښته روانه ده.

د قيصار د خلکو شورا مشر احمد فرهاد قيصاري وويل، د ده د معلوماتو له مخې په دې نښته کې شاوخوا ٣٠ طالبان وژل شوي، چې د ١٥ کسانو مړي يې د غوره عظيم په جومات کې دي.

هغه زياته کړه، چې د دوو پوليسو او يوه ماشوم د وژل کېدو او د دوو نورو پوليسو او دريو ملکي وګړو د ټپي کېدو خبر يې هم ترلاسه کړى دى.

خو طالب وياند قاري يوسف احمدي د خپلو کسانو مرګ ژوبله رد کړې او وايي، چې د قيصار د شاخ، ارکليک او زعفران سيمو په ګډون نورې ډېرې سيمې، د طالبانو په لاس کې دي.

د هغه په وينا، د يادو نښتو په ترڅ کې يې د حاجي محمد په نوم د ملي اردو يو قوماندان او د سيمه ييزو پوليسو د قوماندان رستم په ګډون يې پنځه سيمه ييز پوليس وژلي او پنځه نور په کې ټپيان شوي دي.

د ويلو ده چې دوه اونۍ وړاندې  شاخ بازار د طالبانو لاس ته ورغلى و او منيتي ځواکونو هم له تېرو دوو ورځو راهيسې د دغو سيمو د پاکولو لپاره ياد عمليات پر لاره اچولي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.