ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کندهار لپاره د طالبانو د والي مړى موندل شوى

د کندهار لپاره د طالبانو د والي مړى موندل شوى

author avatar
21 Apr 2014 - 14:12
د کندهار لپاره د طالبانو د والي مړى موندل شوى
author avatar
21 Apr 2014 - 14:12

لښکرګاه (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ۹۳): د هلمند والي وايي، چې د کندهار لپاره د طالبانو د والي ډاکتر واسع مړی د دغه ولايت  په ګرمسېر ولسوالۍ  کې موندل شوى دى.

د کندهار د ولايت مقام له مطبوعاتي دفتره د وري په ٣٠مه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي وو، چې دغه طالب مشر د ارغستان او ميوند ولسواليو تر منځ د بند تيمور په دښت نومې سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې له دوو ملګرو سره وژل شوى دى.

خبرپاڼې په دوام ويلي وو: ((ډاکټر واسع د وسله والو طالبانو له لوري په کندهار کي د والي په توګه خپل  غير اسلامي فعاليتونه ترسره کول.))

د هلمند والي جنرال نعيم د غويي په لومړۍ نېټه د دغه ولايت په امنيې قوماندانۍ کې خبريالانو ته وويل، ډاکتر واسع، چې څو ورځې وړاندې په جګړه کې وژل شوی و،  تېره ورځ يې مړى وموندل شو.

د ده په خبره، که څه هم د ډاکتر واسع  په وژل کېدو سره  به د وسله والو طالبانو فعاليتونو کمزوري شي، خو وايي چې افغان دولت د خپلو وسله والو مخالفينو په وژل کېدو خوښ نه دى او هڅه کوي، چې د سولې له  لارې روانې  ستونزې حل کړي.

نوموړي وويل، د دغه طالب مشر جسد يې د هغه کورنۍ ته وسپاره او غوښتنه يې ترې وکړ، چې د سولې په پروسه کې مرسته وکړي څو په راتلونکوکې د دې ډول پېښو مخه ونيول شي.

والي دا ونه ويل، چې د طالبانو د والي ياد مړى يې کله او چېرې د هغه کورنۍ ته سپارلى دى.

دغه  راز د دغه ولايت امنيه قوماندان پاسوال ارکانحرب عبدالقيوم  باقي زوی خبريالانو ته وويل ډاکتر عبدالواسع چې اصلي نوم يې قاري عبدالحميد و، د طالبانو له خوا دکندهار لپاره تش په نوم  والي ټاکل شوی و.

نوموړي زياته کړه، ياده نښته پنځه ورځې وړاندې د دغه ولايت  په ګرمسېر ولسوالۍ کې رامنځته شوې وه.

هغه وويل، چې د ډاکتر واسع ترڅنګ دری نور وسله وال هم وژل شوي دي او په همدې اړه په ترسره شوو عملياتو کې اته تنه نور شکمن نيول شوي دي.

د ده په خبره، د يادو عملياتو پر مهال يو پيک اپ موټر، درى ميله وسلې هم  د پوليسو لاسته ورغلې دي.

قوماندان وويل، چې په دې نېښته کې يو پوليس وژل شوی او دری نور ټپيان  دي.

Visits: 6

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.