ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ننګرهار ته بې کيفيته درمل را وارديږي

ننګرهار ته بې کيفيته درمل را وارديږي

author avatar
21 Apr 2014 - 17:42
ننګرهار ته بې کيفيته درمل را وارديږي
author avatar
21 Apr 2014 - 17:42

جلال اباد (پژواک،دغويي لومړۍ نېټه ٩٣): د ننګرهار ولايت يو شمېر اوسېدونکي او روغتيايي چارواکي وايي چې لا هم په دغه ولايت کې د بې کيفيته درملو قاچاق کېږي.

دوى وايي، که چېرې د دې کړنې مخه ونه نيول شي نو ورځ تر بلې به روغتيايي ستونزې زياتې شي او ننګرهاريان اړ دي چې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ولاړ شي.

د لعلپورې ولسوالۍ اوسېدونکي نصيب ګل پژواک خبري اژانس ته وويل چې د ګاونډي هېواد پاکستان په خاوره کې د بې کيفيته درملو د جوړېدو لويې فابريکې موجودې دي چې د ډيورنډ پر پولې يې په بېلابېلو لارو په قاچاقي ډول راوړي او په ننګرهار کې استعمالېږي.

ده زياته کړه: ((نه يې د عامې روغتيا چارواکي مخه نيولى شي او نه يې هم نور چارواکي مخه نيسي.))

په ننګرهار کې د يوه خصوصي پوهنتون د طب پوهنځي استاد ډاکترمحمد انور داعي پژواک اژانس ته وويل، چې ننګرهار ته په قاچاقي ډول د بې کيفيته درملو واردول د خلکو له ژوند سره لوبې کول دي.

نوموړي زياته کړه، چې په دې برخه کې بايد سرحدي ځواکونه او د عامې روغتيا چارواکي کوټلي ګامونه پورته کړي.

دى وايي: ((همدا اوس که موږ يو ناروغ ته درمل وليکو هغه بې کيفيته وي، تاثير نه کوي، بيا خلک وايي چې ډاکتر نه پوهېږي، حال دا چې مشکل په بل ځاى کې وي.))

دى وايي چې په ګاونډيو هېوادونو کې د روغتيا ادارې د درملو پر کيفيت ډېر ټينګار کوي خو په افغانستان او په خاص ډول په ننګرهار کې روغتيايي ادارې دې چارې ته ژمنې نه دي او يواځې د معاملو په بدل کې د بې کيفيته درملو قاچاق ته اجازه ورکوي.

د ننګرهار د عامې روغتيا رييس ډاکټر نجيب الله کامه وال هم مني چې ننګرهار ته د خلاصو سرحدونو له لارې قاچاقي بې کيفيته درمل راوړل کېږي.

ده زياته کړه چې له دوى سره تر دې مهاله د درملو نږدې پنځوس شرکتونه ثبت دي خو بيا هم يو شمېر اشخاص او شرکتونه شته چې بې کيفيته درمل په قاچاقي ډول راوړي.

نوموړي زياته کړه: ((کوم درمل چې د ګمرک له لارې راشي موږ يې کيفيت ګورو او له هغې وروسته ورته په بازار کې د پلور اجازه ورکوو.))

کامه وال وايي چې دوى يو شمېر درمل قرنطين کړي هم دي او هڅه کوي چې په راتلونکي کې هم د دې ډول درملو مخه ونيسي.

ده زياته کړه، چې په ننګرهار کې بې کيفيته درمل شته او ورته په قاچاقي لارو راوړل کېږي ، خو دوى يې مخه نيسي او هڅه به وکړي، چې په راتلونکي کې يې هم مخه ونيسي.

نوموړي وويل، چې د بې کيفيته درملو واردول او په بازارونو کې يې پلورل د طبابت له نظره د دې پر ځای چې ناروغانو ته ګټه ورسوي ډېر زيان رسوي.

کامه وال وايي: ((هغه وسايل چې موږ پرې د درملو کيفيت معلوموو، کم دي، که چېرې په دې برخه کې موږ اکمال شو نو ستونزه هوارېږي.))

هغه د سرحدي پوليسو پر چارواکو هم غږ وکړ، چې پر سرحد دې د غير قانوني او بې کيفيته درملو د قاچاق مخه ونيسي.

په ختيځ کې د لومړي نمبر سرحدي زون درستيزوال سمونوال محمدايوب حسن خېل پژواک اژانس ته وويل چې دوى په سرحدي سيمو کې د بې کيفيته درملو او ورته توکو د قاچاق مخه نيولې او هڅه کوي چې په راتلونکي کې يې هم ونيسي.

نوموړي زياته کړه، چې تر دې مهاله يې په لسګونو ټنه بې کيفيته درمل په سرحد کې نيولي دي او د يادو درملو عاملين يې هم نيولي دي.

هغه زياته کړه: ((زموږ هڅه هم همدا وي چې د قاچاقي توکو مخه ونيسو، هغه که درمل وي او که نور خوراکي توکي.))

د ننګرهار د مرکزي روغتون مشر ډاکتر همايون زهير پژواک اژانس ته وويل، يو شمېر اشخاص او کړۍ په سرحد کې شته چې بې کيفيته درمل واردوي او په دغه کار سره د بې ګناه وګړو ژوند ګواښي.

نوموړي زياته کړه: ((يو وسله وال غل به دې په ښکاره پر ډزو ووژني خو دا ډول اشخاص چې بې کيفيته درمل را واردوي، دوى په سپينه جامه کې خلک وژني او دوى قاتلين دي.))

دى وايي چې کله نا کله د خپلې افغاني او اسلامي وجيبې له مخې د يو شمېر درملتونونو درمل ګوري او که چېرې بې کيفيته وي نو د بررسۍ ټيم ته يې معرفي کوي.

ديني عالم مولوي سيد اسلام پژواک اژانس ته وويل چې د بې کيفيته درملو راوړل او دلته يې د باکيفيته درملو په نوم پلورل يو ناوړه عمل دى.

دى وايي چې د اسلام په مبارک دين کې هم هغه کړنې چې نورو ته پرې زيان رسيږي منعه دي او ټول بايد پر دې پوه شي چې يادې کړنې سخت عذاب لري.

هغه زياته کړه: ((په کومې کړنې چې د يوه بې ګناه انسان ژوند زيانمنېږي دا د اسلام مبارک دين منع کړې دي او هم قانون منع اعلان کړې دي.))

په ننګرهار کې د سهامي شرکت استازى ميراحمد درانى هم مني چې يو شمېر کسان او کړۍ شته چې بې کيفيته درمل راوړي.

نوموړي پژواک اژانس ته وويل چې د بې کيفيته درملو په راوړلو کې ګن شمېر دولتي او غېردولتي کسان اشخاص لاس لري.

دراني زياته کړه: ((کله چې بې کيفيته درمل راشي نو زموږ مارکېټ هم خرابوي، ځکه هغه ارزانه وي.))

د جلال اباد ښار يو درمل پلورنکى وفي الله هم وايي، چې يو شمېر درملتونونه شته چې په کې بې کيفيته درمل پلورل کېږي.

نوموړي زياته کړه، چې له درملتون سره ډاکټر خپله معامله لري او د يادې معاملې په صورت کې د درملتون څښتن ډاکتر ته خپله فيصدي ورکوي.

که څه هم په هېواد دننه لسګونه د درملو فابريکې جوړې شوې خو لا هم د هېواد دننه د درملو په بازارونو کې پاکستاني درمل پلورل کېږي چې لامل يې د درملو ارزاني ښودل شوې ده.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.