ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

کابل کې “کتاب نندارتون” پرانيستل شو

author avatar
21 Apr 2014 - 17:34
author avatar
21 Apr 2014 - 17:34

کابل (پژواک ١ غويى ٩٣): په کابل ښار د کتاب د نړيوالۍ ورځې په مناسبت او د مطالعې د فرهنګ د ودې په موخه د “کابل ښار” له لوري د “کتاب نندارتون” پرانيستل شو.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مرستيال غلام نبي فراهي د دې نندارتون د پرانيستې پرمهال وويل، چې په هېواد کې د کتاب د چاپولو لپاره زياته زمينه نه ده مساعده، چې په دې برخه کې بايد خصوصي سکتور ډېر پام وکړي.

هغه ژمنه وکړه، هر څوک چې د کتاب په چاپ او خپرولو کې پانګونه کوي، دولت به ورسره په دې برخه کې د زمينې په برابرولو کې مرسته وکړي.

د ده په خبره، کابل ښاروالۍ په پام کې لري، چې ډېر ژر د کتاب پلورونکو لپاره په ښار کې ځانګړى ځاى جوړ کړي.

نوموړى وايي: که افغانان د کتاب لوستلو ته لېوالتياپيدا کړي، ليکوال خپل اثار او پنځونې چاپ ته چمتو کړي او پانګه وال يې په مناسب او ښه کيفيت چاپ کړي، نو د مطالعې فرهنګ به په هېواد کې وده ومومي.

په دې غونډه کې د “کابل ښار” مسوول نجيب منلي وويل، په ياد نندارتون کې د کابل ښار او يو شمېر نورو کتاب پلورونکو له لوري، کابو بېلابېل لس زره ټوکه کتابونه ايښودل شوي، چې څلور ورځې به دوام ولري.

ده د دې نندارتون موخه په هېواد کې د کتاب لوستلو د فرهنګ وده په ګوته کړه او ويې ويل، هڅه کوي دغه ډول نندارتونونو ته به په راتلونکي کې پراختيا ورکړي.

هغه وايي: “د افغانستان خلک ورځې تر بلې باسواده کېږي او کتاب لوستل په هېواد کې وده کوي، خو بيا هم په هغه اندازه چې بايد کتابونه ولوستل شي، موږ هومره مطالعه نه کوو.”

ده زياته کړه، په هېواد کې بايد د کتاب لوستلو فرهنګ دود شي او د دغه ډول نندارتونونو جوړول په دې برخه کې اغېزمن ګام دى.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، په هېواد کې په کال کې يو ميليون کتابونه چاپېږي، خو پېرل يې بيا کم دي.

هغه په هېواد کې د کتاب لوستلو  د فرهنګ د کمرنګه کېدو لاملونه، د کتابونو د بيو لوړوالى او په کافي اندازه د اړتيا وړ کتابونو نه چاپېدول، په ګوته کړل.

د هغه په خبره، په ياد نندارتون کې، چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت په همکارۍ جوړ شوى، د محصلينو لپاره د کتاب په پېر کې ځانګړى تخفيف په پام کې نيولى دى.

د کتاب نړيواله ورځ (د اپريل ٢٣مه) د ملګرو ملتونو د فرهنګي، علمي او روزنيز سازمان (يونسکو) له لوري رامنځ ته شوه، چې د نړۍ په ډېرى هېوادونو کې نمانځل کېږي.

په دې ورځ د کتاب خپروونکو، چاپوونکو او پلورونکو او د کتاب مينه والو له لوري په ګډه کار کېږي، د کتاب د ګټو په اړه خبرې کېږي او خلک د کتاب لوستلو ته هڅول کېږي.

 

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.