ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ګډو ځواکونو لوګر کې يو ښوونکى وژلى

ګډو ځواکونو لوګر کې يو ښوونکى وژلى

author avatar
21 Apr 2014 - 16:13
ګډو ځواکونو لوګر کې يو ښوونکى وژلى
author avatar
21 Apr 2014 - 16:13

پل علم (پژواک، د غويي لومړۍ نېټه ٩٣): د لوګر د پوهنې رياست وايي، چې ملي ځواکونو د عملياتو پر مهال يو ښوونکى وژلى دى.

د دغه ولايت د پوهنې رييس انجنير محمداکبر ستانکزي د غويي په لومړۍ نېټه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا پېښه تېره شپه د پل علم اړوند د هوني سيدانو په سيمه کې رامنځته شوې ده.

سرچينې زياته کړې چې ملي ځواکونو د هوني سيدانو په سيمه کې د ياد کلي د لېسې د ښوونکي مولوي عبدالجليل پر کور چاپه اچولې او د کور تر لنډې کلابندۍ وروسته يې ياد ښوونکى وژلى دى.

د نوموړي په وينا، مولوي جليل له تېرو ١٣ کلونو راهيسې ښوونکلى و او له هېڅ يوې ښکېلې ډلې سره يې اړيکه نه درلوده.

ستانکزى وايي، دغه ښوونکی شاوخوا ۴۲ کاله عمر درلود او له ۱۲ کلونو راهيسې په نوموړې لېسه کې د ديني علومو ښوونکى و.

ده وويل چې نوموړى درى ورځې مخکې له عمرې څخه راغلى و او تېره شپه کله چې پوليس د ده کور ته ورغلي او دروازه يې ورټکولې، هغه چې څنګه راوتلى اوه مرمۍ يې د سينې په برخه کې ويشتلى او وژلى يې دى.

د پوهنې رييس وويل چې امنيتي ځواکونو د ياد ښوونکي دوه وروڼه هم وړي دي.

خو د دغه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال عبدالحکيم اسحق زى وايي، دوى کره معلومات درلودل، چې نوموړى له وسله والو طالبانو سره اړيکې درلودې.

هغه پژواک ته وويل، کله چې امنيتي ځواکونو تېره شپه د ده کور ته ورغلي، نو ده مقاومت کړى او د جګړې په پايله کې وژل شوى دى.

د اسحق زي په وينا، د والي او قومي مشرانو په غوښتنه دوه تنه نيول شوي کسان بېرته خوشي شوي دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.