ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د دفاع پخوانى وزير جنرال عبدالقادر ومړ

د دفاع پخوانى وزير جنرال عبدالقادر ومړ

author avatar
22 Apr 2014 - 12:37
د دفاع پخوانى وزير جنرال عبدالقادر ومړ
author avatar
22 Apr 2014 - 12:37

کابل (پژواک، ٢ غويى ٩٣ ) : د افغانستان د دفاع پخوانى وزير جنرال عبدالقادر د ورپېښې ناروغۍ له امله ساه ورکړې ده.

د ملي دفاع وزارت وياند تورنجنرال ظاهر عظيمي د غويي په ٢مه، د ټولنيزې شبکې ټويټر په خپله پاڼه کې ليکلي ، چې جنرال عبدالقادر د سردارد داوود خان په روغتون کې تر درملنې لاندې و.

هغه زياته کړې، چې نوموړى نن سهار وخته په ياد روغتون کې د ورپېښې ناروغې له امله ساه ورکړې ده.

د سياسي چارو يو تن کارپوهه عبدالرووف لېوال وايي، چې جنرال قادر د هرات ولايت د غوريان ولسوالۍ د برنا اباد کلي اوسېدونکى  او ديوه کروندګر په کور کې زېږېدلى و.

د نوموړي په وينا، په کابل کې يې  په حربي ښوونځي او بيا د حربي پوهنتون په هوايي پوهنځي کې يې زده کړې وکړې او پيلوټ شو.

لېوال وايي ، کله چې د ولسمشر سردار داوود خان پر ضد کودتا وشوه، نو جنرال قادر پکې فعال رول ولوباوه او د ارګ پر ودانۍ جنرال قادر او اسدالله سروري هوايي بمبار وکړ.

ده زياته کړه، چې د تره کي په واکمنۍ کې هغه زنداني شو، خو وروسته د ببرک کارمل په واکمنۍ کې بيا ددفاع د وزير په توګه وټاکل شو.

Visits: 3

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.