ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په ميدان وردګو کې٦١ پروژې پلې شوي

په ميدان وردګو کې٦١ پروژې پلې شوي

author avatar
22 Apr 2014 - 16:43
په ميدان وردګو کې٦١ پروژې پلې شوي
author avatar
22 Apr 2014 - 16:43

ميدانښار– غزني(پژواک،٢غويى٩٣): په ميدان وردګو کې٦١ پروژې پلې او په غزني کې د ولايتي بيارغونې ډلې له لوري د يوې اندازې  روغتيايي وسايلو او درملو مرسته وشوه.

د ميدان وردګو ولايت چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د ثبات پروګرام د ۶۹ ميليونه افغانيو په   لګښت ٦١پروژې پلې کړي.

دغه څرګندونې په ميدان وردګو کې د ثبات پروګرام مسوولينو نن ( سه شنبه) د غويي په ٢مه  د همغږۍ په نوم په جوړه شوې غونډه کې وکړې.

غونډې ته د کليو پراختيا او بيا رغونې رييس جان محمد حکمتجو د خپلو خبروپرمهال ثبات د امنيت زيربنا وبلله او زياته کړه: (( که موږ ښه توليدات،ښه اقتصاد او غوره پرمختګونه ولرو، نو دا يو ثبات دى او په نه شتون کې يې بې ثباتي ګڼلى شو.))

د ميدان وردګو مرستيال والي غزني ګل ځاځي غونډې ته د وينا پرمهال وويل، په دغه ولايت کې به په سږني کال کې په رښتني ډول د بيا رغونې کارونه ترسره شي.

په جوړه شوې غونډه کې په دغه ولايت کې د ثبات پروګرام سيمه ييز مسوول انجنيرشاهپور امرخېل وويل چې د پلي شوو پروژو ترڅنګ، د ۵۸ ميليونو افغانيو په مالي لګښت يې ۲۵ نورې پروژې تر کار لاندې دي .

بلخوا د غزني چارواکي وايي، چې په دغه ولايت کې د مېشتو پولنډي ځواکونو له لوري له ملکي روغتون سره د يوې اندازې درملو او نورو روغتيايي وسايلو مرسته شوه.

د غزني والي موسى خان اکبرزاده په دې تړاو جوړو شوو مراسمو کې وويل، په دې مرسته کې يوه اندازه درمل او يوشمېر طبي وسايل شامل دي، چې ددغه ولايت روغتون لپاره ډېر اړين وو.

د غزني د روغتون رييس باز محمد همت پژواک ته وويل، چې په يادو مرستو کې ډېر پرمختللي طبي وسايل  او درمل شته دي.

نوموړي ددغو دارو درملو دقيقه اندازه او د مرستو شوو طبي وسايلو شمېر په اړه څه ونه ويل.

تر دې مخکې هم پولنډي ځواکونو په دغه ولايت کې د طبي وسايلو او درملو مرسته کړې ده.

دا په داسې حال کې ده ، چې ټاکل شوې ، په راتلوونکې اوونۍ کې په غزني کې د پولنډي ځواکونو د ولايتي ډلې ماموريت پاى ته ورسيږي او امنيتي چارې يې افغان پوځيان پر غاړه واخلي.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.