ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

استاد سياف: هغه لاره نيسم چې داسلام او هېواد په ګټه وي

author avatar
23 Apr 2014 - 17:41
author avatar
23 Apr 2014 - 17:41

کابل (پژواک ٣ غويى ٩٣): د ولسمشرۍ کانديد عبد رب الرسول سياف وايي، راتلونکي کې به هغه لاره ونيسي، چې د اسلام  او هېواد په ګټه او خير وي.

نوموړي دغه څرګندونې، د غويي په ٣مه، د دعوت پوهنتون د فارغانو په نمانځغونډه کې وکړې.

ده زياته کړه، دوى په افغانستان اسلامي نظام او داسې حکومت غواړي، چې په هېواد کې سوله ټينګه او ثبات رامنځ ته کړي.

نوموړي د ياد پوهنتون فارغانو ته وويل، چې خپل مسلک ته په ژمنتيا سره، يو ښه دعوتګر او د ښو اخلاقو څښتن هم بايد واوسي، ترڅو په هېواد کې د شته فساد په له منځه وړلو کې هڅه وکړي او له بې لاريو يې په لاره کړي.

استاد سياف وايي: “هر هغه څوک چې په اسلام شرمېږي، د اسلام له دايرې وځي، نو بايد چې په خپل دين وياړ او افتخار وکړئ.”

هغه په خپلو خبرو کې د لوړو زده کړو وزير ډاکټر عبيدالله عبيد باندې نيوکه وکړه، چې ولې يې په دې غونډه ګډون نه دى کړى.

استاد سياف د وري د ١٦مې ټاکنو کې د ولسمشرۍ کانديد و، چې د ټاکنو د خپلواک کميسيون لخوا د ٥٠ سلنه شمېرل شويو رايو په اعلان شويو پايلو کې يې اووه سلنه رايې اخيستې او څلورم مقام يې خپل کړى دى.

Visits: 1

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.