کابل (پژواک ٣ غويى ٩٣): په کابل کې د مدني ټولنو او قومي شوراګانو يو شمېر استازو د ټاکنو له خپلواک کمېسيون څخه وغوښتل چې د قسمي پايلو په خپرولو کې د ټولو ولايتونو د رايو ترمنځ انډول په پام کې ونيسي.
دوى په يوه مطبوعاتي کنفرانس کې ټينګار وکړ چې دغه کمېسيون دې د راى شمېرنې بهير له ابهاماتو لري وساتي او د اعلان شوو قسمي پايلو د رايو د څرنګوالي په اړه دې وضاحت ورکړي.
د کنفرانس د ګډونوالو په پرېکړه ليک کې د ټاکنو له خپلواک کمېسيون او د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون څخه غوښتل شوي چې پاکې او ناپاکې رايې سره جلا کړي او تقلبي رايې په نتايجو کې شاملې نه کړي.
تر دې وړاندې د ولسمشريزو ټاکنو مخکښ کانديد ډاکټر اشرف غني احمدزي هم د ټاکنو له کمېسيون څخه غوښتي وو تر څو چې پاکې او تقلبي رايې سره بېلې شوې نه وي، د پايلو اعلانول دې وځنډوي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمېسيون د ولسمشريزو ټاکنو د لومړنيو پايلو اعلان دوه ورځې ځنډولى دى.
د دغه کمېسيون چارواکو نن وويل چې سبا ته د ولسمشريزو ټاکنو د قسمي پايلو دريمه برخه اعلانوي.
د مدني ټولنو او قومي شوراګانو دغه استازى وايي، چې د ټاکنو کمېسيون دې د ټاکنو د پايلو په اعلان کې د ټولو ولايتونو رايې په مساوي ډول په پام کې ونيسي.
د ننني خبري کنفرانس ګډونوالو په خپل پرېکړه ليک کې د ټاکنو پر خپلواک کمېسيون تور لګولى چې د قسمي پايلو په اعلانولو کې يې تر ډېره د انډول اصل له پامه غورځولى دى.
په پرېکړه ليک کې راغلي: “په يو شمېر مواردو کې لکه قسمي پايلو ته د بشپړو پاکو رايو خطاب او د رايو او پايلو د څرنګوالي په هکله سم وضاحت نه ورکول، د ذهنونو د منفي مديريت هڅه بلل کېږي، نو پر همدې بنسټ له ياد کمېسيون څخه په کلکه غواړو چې د پاکو او ناپاکو رايو تفکيک دې ولس ته واضح کړي او د دوى له لوري د ذهنونو د منفي مديريت اندېښنو ته د پاى ټکى کېږدي.”
دوى ويلي، چې د ټاکنو کمېسيون د راى شمېرنې پروسه دې لا پسې رڼه او له هر ډول ابهاماتو لري و ساتي او د نافذه مقرراتو له مخې د باطلو، قرنطين شوو او پاکو رايو د بېلوالي لپاره پر وخت اقدامات وکړي او برخليک يې دې روښانه کړي.
د مدني ټولنو او قومي شوراګانو دغو استازو همداراز د ټاکنيزو شکايتونو له کمېسيون څخه وغوښتل چې له وېرې پرته په ټاکنو کې درغلي کوونکي افشا او تقلبي رايې باطلې کړي.
دوى په هرات ولايت کې د ټاکنيزو شکايتونو دفتر د چارواکو له خوا د تقلب په تور سل زره رايو باطلولو ته په اشارې سره ويلي چې هغوى بايد د تقلبي رايو باطلولو او قرنطين ته دوام ورکړي او د کمېسيون د پرېکړو پر وړاندې خنډ جوړوونکي اشخاص دې په ګوته کړي.
په پرېکړه ليک کې راغلي: “د دې غونډې له لارې د ټاکنيزو شکايتونو پر کمېسيون باندې غږ کوو، چې د افغانانو د پاکو رايو سرنوشت ستاسو په لاس کې دى، … تاسو په خپل کار کې رېښتيني، ژمن پاتې شئ، افغانان ستاسو د هرې پر ځاى پرېکړې ملاتړ کوي او د هر ډول منفي عناصرو فشار ته به ستاسې د خونديتوب سپر وي.”
دوی همداراز له حکومت څخه هم غوښتي، چې د هېواد نافذه قوانينو ته په درناوي سره د ټاکنو په بهير کې له هر ډول منفي مداخلې لاس واخلي او د افغان ولس رايو ته درناوى وکړي.
د مدني ټولنو او قومي شوراګانو دغو استازو ويلي، چې حکومت دې په ټاکنو کې د درغلي کوونکو په څارنه، افشا او سزا ورکولو کې له اړوند کمېسيونونو سره مرسته وکړي او د حکومتي چارواکو له خوا پر کمېسيون د هر ډول فشار مخه ونيسي.
په نننۍ غونډه کې د مدني ټولنو استازو، قومي مشرانو او ځوانانو ګواښ وکړ، چې د ټاکنو د بدنامولو او د افغانانو رايو ته د سپکاوي مسووليت به د افغان حکومت او د ټاکنو د دواړو کمېسيونونو پر غاړه وي.
Visits: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن