ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ماليې وزارت: د روان مالي کال د لومړۍ ربعې عوايد ٢٩ ميليارده افغانۍ دي

ماليې وزارت: د روان مالي کال د لومړۍ ربعې عوايد ٢٩ ميليارده افغانۍ دي

author avatar
23 Apr 2014 - 19:30
ماليې وزارت: د روان مالي کال د لومړۍ ربعې عوايد ٢٩ ميليارده افغانۍ دي
author avatar
23 Apr 2014 - 19:30

کابل(پژواک، ٣ غويى ٩٣): د دولت د روان مالي کال د لومړۍ ربعې عوايد ٢٩ ميليارده افغانيو ته رسېدلي او د ټاکل شوې موخې پربنسټ بايد د روان مالي کال تر پايه دا شمېره ١٣٣ ميلياردو افغانيو ته ورسېږي.

د ماليې وزارت وياند عبدالقادر جيلاني، نن پژواک خبري اژانس ته وويل، چې د روان مالي کال د لومړۍ ربعې ترلاسه شوي عوايد جوتوي، چې سږ کال به خپلې ټاکل شوې موخې ته ورسېږي.

هغه وويل، د روان مالي کال د لومړۍ ربعې لپاره د هېواد د سياسي وضعيت او د وري مياشتې د ١٦مې نېټې د ولسمشرۍ او ولايتي شوراګانو ټاکنو ته په پام سره، ٢٩ ميليارده افغانۍ هدف ټاکل شوى و، چې ترلاسه شوى او تمه ده، چې د کال په پاى کې هم ټاکل شوې موخه ترلاسه شي.

د ماليې وزارت د اعلاميې له مخې، د دولت د عوايدو او لګښتونو حساب په ١٣٩٢ مالي کال کې د هېواد د مالي ادارې د سيستم شمېرو او بودجوي واحدونو له پلي کولو وروسته په رسمي ډول د پلټنې عالي ادارې ته سپارل شوى دى او دا اداره به د دولت د قطعيې له حساب وروسته ولسي جرګې ته راپور ورکړي.

سرچينې ليکلي، د افغان دولت کورني عوايد په ١٣٩٢ کال کې تر ١٠٩،٠٠ميليارده افغانيو پورې وو، چې د دولت د ټولو لګښتونو پر وړاندې (عادي او پراختيايي بوديجه) ٢٧٨،١٤٥ ميليارده افغانۍ دي. له دې حسابه کورنيو عوايدو په ١٣٩٢ کال کې د دولت د ټوليزو لګښتونو ٣٩ سلنه برخه پوره کړې ده.

په اعلاميه کې راغلي، چې وروستۍ کچه (د ضمايمو او د کال د منځ له ارزونې سره) د ١٣٩٢ کال عادي بوديجه 218,986 افغانيو ته لوړه شوې وه او د هغه کال ټوليز لګښتونه 197,992  ميليارده افغانۍ وو.

سرچينې زياته کړه، دا شمېرې څرګندوي، چې د بوديجوي واحدونو له خوا لس سلنه سپما شوې او په عادي بوديجه کې د سپما اندازه له ١٣٩١ کال څخه غوره ده.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، د ١٣٩٢ مالي کال پراختيايي بوديجه کابو ١٤٠،١٩٤ ميليارد افغانۍ او پراختيايي لګښتونه ٨٠،١٥٣ ميليارده افغانۍ دي، چې د پراختيايي بوديجې د ٥٧ سلنې پلي کېدو څرګندويه ده او د تحقق سلنه کابو د ١٣٩١ کال د پراختيايي بوديجې د تطبيق له سلنې سره ورته ده.

د خزانو عمومي رييس محمداقا کوهستاني د تفتيش عالي ادارې ګومارل شوي کمېسيون ته د قطعيې حساب د سپارلو پرمهال وويل: ((په ټولو ولايتونو کې د افغانستان د مالي ادارې د کمپيوټري سيسټم تعميم او د مرکزي ادارو مستقيم لاسرسى له يوې خوا د هېواد د مالي چارو اداره اسانه او ډاډمنوي او له بلې خوا په مالي ادارو کې د روڼتيا لوړېدل په هېواد کې د فساد کچه را ښکته کوي. د افغانستان د خزانو رياست له هغو څخه رضايت لري، چې د غوره حکومتوالۍ په برخه کې يې لوبولى دى.))

د قطعيې د حساب راپور، د عامه لګښتونو او مالي چارو ادارې د قانون له احکامو سره سم له بشپړو جزئياتو او کره شمېرو سره ولسي جرګې ته د تفتيش عالي ادارې تر راپور وړاندې کولو وروسته خپرېږي.

د ماليې وزارت د معلوماتو له مخې، څلور کاله وړاندې د هېواد د عوايدو کچه ٥٧ ميليارده افغانيو ته رسېده، خو له ماليې څخه د فرار په برخه کې د دې وزارت د هڅو په پايله کې کال پر کال زياته شوې ده.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.