ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

يو تن خپله مور ټپي کړې او ځان يې وژلى

author avatar
23 Apr 2014 - 18:10
author avatar
23 Apr 2014 - 18:10

تالقان (پژواک،٣ غويى ٩٣): د تخار امنيتي مسوولين وايي، چې د دې ولايت په مرکز تالقانو کې يو تن خپله مور د تومانچې په ډزو ټپي کړې او وروسته يې خپل ځان هم وژلى دى.

د دغه ولايت د امنيه قوماندانۍ وياند سمونيار عبدالخليل اسير د غويي په ٣مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه پېښه د دې ښار اړونده په اقمسجد سيمه کې د کورني تاوتريخوالي له امله رامنځ ته شوې ده.

ده زياته کړه، ۵۰ کلن امين الله د کورنيو تاوتريخوالي له امله، لومړى خپله مور ټپي کړې او وروسته يې په خپل ځان هم ډزې کړي.

د هغه په خبره، امين الله سم له واره وژل شوى او مور يې د دغه ولايت د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې د پوليسو له لوري، ولايتي روغتوته لېږدول شوې ده.

دى زياتوي: ((د اقمسجد د کلي اوسېدونکي امين د ګل رحيم زوى، تېره شپه ۸ بجې خپله مور ټپي کړې؛ کله يې چې مور ټپي کېږي، خپله هم ځان وژني؛ له پېښې نه وروسته د جنايي جرمونو په وړاندې د مبارزې پوليس سيمې ته ورغلل او څېړنه يې وکړه؛ ټپي يې د تالقانو ولايتي روغتون ته لېږدولې ده.))

په تخار ولايتي روغتون کې د بي بي شمايلې معالج ډاکټر اسدالله پژواک ته وويل، د ناروغ روغتيايي حالت د ډاډ وړ دى.

دى وايي، يوه مرمۍ يې په اوږه او بله يې په نس لګېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغه ولايت د ښځو چارو رياست د شمېرو له مخې، له تېر يو کال راهيسې د دغه ولايت ۱۷ ښځې د کورنيو تاوتريخوالو قرباني شوې دي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.