ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په غور کې دوه شکمن ځانمرګي ونيول شول

په غور کې دوه شکمن ځانمرګي ونيول شول

author avatar
23 Apr 2014 - 14:57
په غور کې دوه شکمن ځانمرګي ونيول شول
author avatar
23 Apr 2014 - 14:57

کابل (پژواک ٣ غويى ٩٣): د ملي امنيت عمومي رياست په غور ولايت کې د دوو شکمنو ځانمرګو د نيولو خبر ورکړ.

د ملي امنيت عمومي رياست له لوري پژواک خبري اژانس ته په را استول شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دا دوه کسه له يوه ځانمرګي واسکټ، يوه کلاشينکوف، ١٧٠ مرميو، شپږ د وسايطو ضد ماينونو او ريموټ کنټرول له تختو سره د غور ولايت د مرکز فيروز کوه ښار اړوند ساحو کې نيول شوي دي.

سرچينې زياته کړه، چې نيول شوو کسانو د ماينونو اېښودنه او ځانمرګي بريدونه پلانول.

په خبرپاڼه کې زياته شوې، چې دوى په لومړنيو څېړنو کې پر خپلو جرمونو اعتراف کړى او يادونه يې کړې، چې تر دې وړاندې يې هم له چاودېدونکو توکو ډک موټرسايکل ته  د غور په مرکز کې د سلطان علاوالدين لېسې مخې ته چاودنه ورکړې وه، چې يو شمېر بې ګناه وګړو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

ځايي چارواکي وايي، چې له ٦٥٠٠ زيات غير قانوني وسله وال په ١٣٢ ګروپونو او نږدې ٣٥٠٠ طالبان د دغه ولايت په بېلابېلو ولايتونو کې فعاليت لري، چې د امنيت خوندي کولو او قانون پلي کولو مخنيوى کوي

.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.