ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په هلمند کې يو روحاني شخصيت ووژل شو

author avatar
23 Apr 2014 - 21:09
author avatar
23 Apr 2014 - 21:09

لښکرګاه (پژواک ٣ غويى ۹۳): ناپېژاندو وسله والو د هلمند په مرکز لښکرګاه کې يو روحاني شخصت په خپل کور کې په وسله وال بريد کې وژلى دى.

د دې ولايت د امنيه قوماندانۍ مطبوعاتي مسوول سمونوال عبدالا حد چوپان، پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن ماخوستن په شاوخوا اته نيمو بجو د لښکرګاه ښار ته څېرمه احمدشاهي مېنه کي يو روحاني شخصت پير بهاءالدين جان اغا په خپل کور کې د يوه بريد په ترڅ کې وژل شوى دى.

د هلمند د والي وياند عمر ځواک وايي، پير بهاءالدين جان اغا يو روحاني شخصيت و او مريدان يې درلودل، د دې ترڅنګ يې د دولت او خلکو ترمنځ د نږدېوالي هڅې هم کولې.

 نوموړي وويل: “پېښه په دې ډول شوې، چې يو تن د مريد په نوم د نوموړي کور ته ورغلى، د ستړي مشي پرمهال يې د تومانچې په ډزو وژلى او بريدکوونکى په تېښته بريالى شوى دى.”

 ځواک وايي، تر دې مهاله يې د پېښې په تړا څوک نه دى نيولى، خو پوليسو يې په اړه پلټنې پيل کړې دي او هڅه کوي، چې عاملين يې ونيول شي.

 دغه راز په لښکرګاه کې د بست روغتون يو کارکوونکى وايي، چې د پير بهاءالدين جسد روغتون رسېدلى دى، خو نوموړي له وړاندې ساه ورکړې وه.

 پير بهاءالدين جان د سيد بهلول جان اغا زوى دى او د دى ولايت د خوشکابي د سيمې اوسېدونکى و، له پېړيو پېړيو راهيسې په همدې سيمه کې د طريقت دربارونه او مريدان لري.

Visits: 1

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.