ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

امنيتي پېښو کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

امنيتي پېښو کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Apr 2014 - 12:36
امنيتي پېښو کې وسله والو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Apr 2014 - 12:36

ترينکوټ-جلال اباد- کندهار (پژواک ٤ غويى ٩٣): چارواکي وايي، چې په ځينو عملياتو کې يو پوليس او ٦ طالبان وژل شوي،٢ پوليس او يو وسله وال ټپيان شوي دي.

د اروزګان چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په خاص اروزګان ولسوالۍ کې تېره شپه ناوخته له وسله وال طالبانو سره نښته شوې ده.

د خاص اروزګان ولسوال دويم څارمن نظرمحمد د غويي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې تېره ورځ ګډو پوځيانو په دې ولسوالۍ کې عمليات پيل کړل او د شپې تر ناوخته يې دوام وکړ.

د ولسوال په وينا، ګډو ځواکونو د يادې ولسوالۍ د شالي ناوې په سيمه کې له طالبانو سره نښته وکړه، چې په کې يو سيمه ييز پوليس او ٤ طالبان ووژل شول.

د هغه په خبره، چې د يوه سيمه ييز او يوه ملي پوليس تر څنګ يو طالب هم ټپي شوى دى.

هغه وايي، چې په دې پېښه کې ولسي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې په دې نښته کې يې ٨ افغان سرتېري وژلي او ٤ طالبان ټپيان شوي خو حکومتى چارواکي دا ادعا ردوي.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت وايي، چې په ننګرهار، کندهار او زابل ولايتونو کې يې دوه وسله وال وژلي او يو ماين خښوونکى يې ژوندى نيولى دى.

د دغه وزارت له لوري د غويي په ٤مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، چې د ننګرهار په شېرزادو ولسوالۍ کې يې د عملياتو په ترڅ کې دوه تنه وژلي او په کندهار کې يې د يو ماين خښوونکى نيولى دى.

په خبرپاڼه کې ويل شوي، د دغو لايتونو تر څنګ په زابل کې هم د عملياتو پر مهال له وسله وال طالبانو وسلې او مهمات نيول شوي دي.

طالبانو د دغو عملياتو په اړه څه نه دي ويلي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.