ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني او بادغيس کې وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Apr 2014 - 14:06
author avatar
24 Apr 2014 - 14:06

غزني-چغچران (پژواک ٤ غويى ٩٣): چارواکي وايي، په غزني او بادغيس ولايتونو کې د پاکستانيانو په ګډون لسو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او پنځه نور ژوندي نيول شوي دي.

د غزني چارواکي وايي، چې د دغه ولايت په ګيرو ولسوالۍ کې د پنځه ساعته نښتې په ترڅ کې دوه طالبان وژل شوي او د دريو پاکستانيانو په ګډون ۸ وسله وال طالبان ټپيان شول.

د ګيرو ولسوال عبدالله خيرخواه د غويي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن سهار وسله والو طالبانو د دې ولسوالۍ دې فني په سيمه کې د پوليسو پر يوې امنيتي پوسته بريد وکړ.

ولسوال وايي، چې بريد سهار شپږ بجې وشو او وروسته رامنځته شوې نښتې د غرمې تر ۱۱ بجو دوام وکړ، چې په کې پوليسو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

ولسوال زياتوي، چې په دې نښته کې زياتې وسلې، موټرسايکلونه او مهمات هم نيول شوي خو په وينا يې ښايي د طالبانو مرګ ژوبله تر دې هم زياته شي.

ياده دې وي چې تېره شپه د غزني په اندړو ولسوالۍ کې هم د نښتې په ترڅ کې د دوو پاکستانيانو په ګډون ۸ وسله وال وژل شوي پنځه ټپيان دي او شپږ نور ژوندي نيول شوي دي.

په ورته مهال د ملي امنيت رياست چارواکي وايي، چې په بادغيس ولايت کې يې د وسله وال پنځه کسيزه ډله نيولې ده.

د دغه رياست له لوري د غويي په ٤مه پژواک ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې ويل شوي، دې ډلې چې د هرات او بادغيس ولايتونو په لويه لاره او د بند سبزک په سيمه کې تروريستي کړنې، انسان تښتونې او غلاوې کولې.

سرچينه وايي، نيول شوو کسانو د لومړنيو څېړنو پر مهال پر خپل جرم اعتراف کړى دى.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي نيولي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.