ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ١٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

غزني کې ١٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې

author avatar
24 Apr 2014 - 11:16
غزني کې ١٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې
author avatar
24 Apr 2014 - 11:16

غزني (پژواک ٤ غويى ٩٣): چارواکي وايي، چې د غزني په اندړو ولسوالۍ کې د دوو پاکستانيانو په ګډون ٨ وسله وال وژل شوي، پنځه ټپيان دي او ٦ نور ژوندي نيول شوي دي.

په غزني کې د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېيمې لوا وياند نظيف الله سلطاني د غويي په ٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل، چې وسله والو ته دغه مرګ ژوبله تېره شپه د يادې ولسوالۍ په چهلتن سيمه کې د عملياتو پر مهال ور اوښتې ده.

سلطاني وايي، په وژل شوو کې يو طالب قوماندان هم شامل دى خو نوموړي يې د هويت په اړه څه ونه ويل.

هغه وويل، چې په دغو عملياتو کې افغان ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

 بلخوا د اندړو ولسوال محمدقاسم ديسي وال پژواک ته وويل، چې ياد عمليات تېره شپه ناوخته د ګډو ځواکونو له خوا ترسره شوي دي.

هغه تاييد کړه، چې په دغو عملياتو کې ١٣ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې او ٦ نور ژوندي نيول شوي دي.

د نوموړي په وينا، چې په دغو عملياتو کې ملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى.

په ورته مهال د ملي دفاع وزارت هم د غوايي په ٤مه پژواک ته په رالېږلې خبر پاڼه کې ويلي، چې د توفان په نامه يې په ګډو عملياتو کې ١٣ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد رسنيو ته ويلي، چې د دوى ملګري په اندړو کې د سيمه ييزو پوليسو پر يوې پوستې تر بريد وروسته د باکو په سيمه کې د افغان ځواکونو له کمين سره مخ شوي دي.

د هغه په وينا، د کمين پر مهال په نښته کې يې يو شمېر سرتېري وژلي او څلور طالبان ټپيان شوي دي.

Views: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.