ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

غزني کې ٣ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

غزني کې ٣ تنو ته مرګ ژوبله واوښته

author avatar
24 Apr 2014 - 20:44
غزني کې ٣ تنو ته مرګ ژوبله واوښته
author avatar
24 Apr 2014 - 20:44

غزني (پژواک ٤ غويى ٩٣): په غزني ښار کې د بېلابېلو پېښو په ترڅ کې درېيو تنو مرګ ژوبله اوښتې ده.

د دې ولايت د والي وياند شفيق ننګ، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې نن ماخوستن په شاوخوا اتو بجو د غزني ښار اړوند په پښتون اباد سيمه کې وسله والو طالبانو پر دوو تنو بريد وکړ.

ده زياته کړه، په دې پېښه کې يو ملکي وګړى وژل شوى او بل تن چې پوليس و، ټپي شوى دى.

د غزني د ولايتي روغتون مشر بازمحمد همت وويل، چې دوى ته يو پوليس په ټپي حالت کې ور وړل شوى، چې روغتيايي حالت يې ښه دى.

په سيمه کې يو عيني شاهد نورالله وايي، چې دوه تنه چې پر موټرسايکل سپاره وه او مولونه يې وهلي وو، راغلل او پر يادو کسانو ډزې يې وکړې او وتښتېدل.

د غزني د والي وياند دغه راز زياتوي، چې نن ماښام د وسله والو مخالفينو له لوري دوه توغندي پر غزني ښار توغول شوي دي.

د هغه په خبره، يو توغندى د غزني ښار په منځ بزازۍ سيمه کې لګېدلى، چې له امله يې يو ملکي وګړى ټپي شوى دى.

نوموړى وايي، بل توغندي تلفات نه لرل.

 

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.