ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

په کندهار کې نهه سوه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې

په کندهار کې نهه سوه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې

author avatar
24 Apr 2014 - 20:16
په کندهار کې نهه سوه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښته پاکه شوې
author avatar
24 Apr 2014 - 20:16

کندهار (پژواک ٤ غويى ٩٣): د کندهار ولايت چارواکي وايي، چې د کوکنارو اړولو د کمپاين له پيل راهيسې يې تر دې مهاله شاوخوا نهه سوه جريبه ځمکه د کوکنارو له کښت څخه پاکه کړې ده.

د کوکنارو اړولو کمپاين له تېرې يوې اونۍ راهيسې د دغه ولايت په ميوند ولسوالۍ کې پيل شوى، چې وروسته به نورو ولسواليو ته هم وغځول شي.

د کندهار له نشه يي توکو سره د مبارزې رييس ګل محمد شکران پژواک خبري اژانس ته وويل، له هغه وروسته چې په دغه ولايت کې د کوکنارو اړولو کمپاين پيل شوى، په ميوند ولسوالۍ کې يې ٩ سوه جريبه ځمکه له کوکنارو پاکه کړې ده.

هغه زياته کړه، ميوند، ژېړۍ، پنجوايي او شاوليکوټ د کندهار هغه ولسوالۍ دي، چې پر ځمکو يې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي.

دا چې په ميوند ولسوالۍ کې تر نورو مخکې د کوکنارو کښت حاصل ورکولو ته نږدې و، نو ځکه يې لومړى د کوکنارو اړولو کمپاين له همدې ولسوالۍ څخه پيل کړ.

د ده په خبره، ډېر کوکنار پر هغو دولتي ځمکو کرل شوي، چې د زورواکو له خوا غصب شوې دي.

دى وايي، د تېرې يوې اونۍ په اوږدو کې نږدې هره ورځ د کوکنارو اړولو پر کمپاين وسله وال بريدونه شوي، خو امنيتي ځواکونو ډېر ژر شنډ کړي دي.

هغه وويل، دغه بريدونه د وسله والو مخالفينو، مافيا او قاچاق وړونکو له خوا په ګډه تر سره کېږي او غواړي د کوکنارو اړولو کمپاين ودروي.

د نوموړي په وينا، پر کمپاين د وړمې ورځې په بريد کې که څه هم امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ٤ ملکي وګړي په کې ووژل شول.

هغه زياته کړه، امنيتي ځواکونه د ميوند ولسوالۍ په شلغمي سيمه کې د کوکنارو اړولو په کمپاين بوخت وو، چې وسله والو مخالفينو ورباندې  بريد وکړ او په پايله کې يې ٤ ملکي وګړي ووژل شول.

د ده په خبره، د کمپاين چارې د ملي پوليسو، ملي امنيت او د ملي اردو د ځانګړو ځواکونو له لوري پر مخ وړل کېږي، خو د اړتيا پر مهال ورسره ايساف ځواکونه هم مرسته کوي.

شکران خبر ورکړ، چې د راتلونکې شنبې په ورځ به د کوکنارو اړولو کمپاين ژېړۍ، پنجوايي او شاوليکوټ ولسواليو ته هم وغځول شي.

د کندهار ولايت د امنيه قوماندانۍ د امنيت امر سمونوال رحمت الله اطرافي هم وايي، وسله وال هڅه کوي د کوکنارو اړولو د کمپاين له خنډ او ځنډ سره مخ کړي، خو توانېدلي نه دي.

هغه زياته کړه، د کوکنارو د کښت د اړولو او مخنيوي لپاره يې د دغه ولايت په ټولو ولسواليو کې پياوړي امنيتي پلانونه جوړ کړي او پلان لري، ټولې هغه ځمکې چې کوکنار پرې کرل شوي، له دغه کښت څخه پاکې کړي.

چارواکي وايي، چې د تېر په پرتله سږ کال په دغه ولايت کې په پراخه کچه کوکنار کرل شوي دي.

په کندهار ولايت کې د کوکنارو د مخنيوي په موخه د فوډ زون په نوم يو پروګرام هم پيل شوى، چې د چارواکو په وينا، اوسمهال په لومړيو پړاوونو کې دى.

فوډ زون پروګرام په کندهار ولايت کې د نشه يي توکو د کښت او قاچاق د مخنيوي په موخه پلان شوى، چې دوه کاله په بر کې نيسي او د امريکا د نړيوالې پرمختيايي ادارې (USAID) له خوا تمويلېږي او ٢٠ ميليونه ډالر ورته ځانګړي شوي دي.

د نشه يي توکو پر وړاندې د مباررې رييس وايي، چې تر اوسه د فوډ زون پروګرام په لومړيو پړاوونو کې دى، که د دغه پروګرام له لارې د خلکو له غوښتنې او اړتيا سره سم پروژې طرحه او عملي شي، نو امکان شته چې د کوکنارو د کرکيلې کچه ورسره راټيټه شي.

Visits: 0

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.